اربکیان له نوي شعار او یونیفارم سره/ ابوبلال
ليکوال: ابو بلال
کله چې دنړۍ اشغالګر او استعماري قوتونه په دې نتیجه ورسیدل چې په افغانستان کې یې تمامې نظامي سیاسي هلې ځلې له ناکامۍ سره مخ دي، نـو د ملي اردو، ملي پولیس، نظم عامه، سپشل فورس ……اوبلاشی نومونو دکارولو وروسته یې هم کوم رښتینی پرمختګ ونه لید، نودمجاهدینو اوعامو مسلمانانو دزورونې په موخه یئ دنړۍ بدنام اوبې رحمه ډله اربکیان منظم کړل.
باید ووایو چې اربکیان له هغو افرادو څخه عبارت دي چې په اولس کې چرسي، غل، زاني، لوطي، قاتل راهزن لنډه داچې اربکیزم په هیـواد کې دکمونستي شوروي خپل منځي …آن دټولو یرغلونو دهیریدو لامل وګرځیدو ځکه اربکي وو، چې دکلي ملا عالم امام یئ وواژه او ویئ زوراوه ویئ رټلو.
دننګرهار دخوږیاڼیو سیمه دداسې پیښو شاهده ده، اربکي وو چې داولس حیاء ناموس اوعزت ته یئ په سپکه وکتل زیاتره دهیوادسیمه ایز ترې خبردي همدا اربکی و چې سیمه ییز مجاهدین یې یواځې دچرسو په بدل کې په شهادت ورسول هو همدا اربکی ووچې دسپېڅلي او اسلامي اوملي خوزښت پروړاندې دکفارو لپاره سپر وګرځیدو غزني،پکتیا،ننګرهار یئ ښکاره بیلګې دي.
اربکی و چې دلویو لارو مسافر او درانه هیوادوال یې دلارو په اوږدو کې قتل کړه بې عزته یې کړل او لاچې دډیرو پیغلو او جینکیو ناموس یې ولوټلو دمیدان وردګ دجلریزپیښه یې وروستنۍ او ښکاره بیلګه وړاندې کولی شو چې تمام هیوادوال پرې خبر اودردیدلي دي.
په مسلمانو هیوادوالو په زوره ګیرې خریئل چې دهلمند په ولایت کې وشوه تمام هیوادوال پرې خبر دي زماپه اند دنړۍ په کوم کفري هیواد کې دکومې کفري ادارې یا دولت اوپولیسوله لورې به نه وي شوي
دا او دې ته ورته داسې پیښې او غمیزې مو تر مخ تیرې شوې چې مسلمان او پتمن هیوادوال یې په ویلو او لیکلو شرمیږي خو دوی دیوانسان په توګه نه دمسلمان په توګه یې په کولو نه شرمیږي
دا او دې ته ورته ډیرې ناخوالې او غمیزې زمونږ دسترګو حال دی
پورته عواملو ته په کتلو سره ویلی شو چې اربکیزم دهیواد تور بدنام اوسپک نـوم او توری دی
اربکی له دې اعمالو اوکړنو ترسره کولو وروسته دهیـواد دغیوراوپتمن اولس له خاموشه جنګ یا له سوړ انقلاب سـره مخ شو او دادی چې دهیـواد له ګټ ګټ څخه داولسونو دپاڅون او ملي مقاومت اوازې راپورته کیږي او تر یوې ورځې بلې ته په کتلو سره ویئلی شوچې داربکیزم په نتیجه کې روان جنګ اومقاومت یوه ملي او اولسي بڼه غوره کړه.
خو نړۍ وال کفري او غاصب قوت امریکا چې داربکیانو سره دهیوادوالو حساسیت اوپرخلاف یې ولسي غبرګون ولید؛ نو داځل یئ اربکیزم له نوي شعار او یونیفارم سره تشکیل کړ.
داربکیانو دغیرانساني اوغیراسلامي اعمالو په ترسره کولو سره ددوی ناوړه اهداف دلاسه په وتلو شوه
نو دیوې اسلامي ډلې اونوم په کارولو سره یئ دداعش ترنوم لاندې نوي اربکیزم ته هوا ورکړه او په رسنیو کې یې خورا زیات تبلیغ ورته وکړل او نوي اربکیزم دنوي اواسلامي شعارونو او یونیفارم سره دمجاهدینو سره لاس اوګریوان شول او له هاغه ساحو څخه یئ دخپل ناوړه اوغلیظې مبارزې پیل وکړ چې کومې ساحې دمجاهدینو تر مکمل کنټرول لاندې دي.
مونږ خپله دداسې پیښو شاهدیو چې داعشي افرادو ترسره کړې چې داسلام او انسانیت سره په ټکر کې دي او په پوره ډول داربکیزم انځورګري کوي
دنوي ډول اربکیانو راتګ که څه هم دڅو غلو او مرتدینو له خوا بدرګه شو ولې داځل هیوادوال او په ځانګړې توګه مجاهدین ددوی حرکاتو ته په خورا ژورنظر سره متوجه وو نو هماغه و چې دڅو ورځو په تیریدو سره دیو داسې ډول مقاومت اوعکس العمل سره مخ شول چې دوی یې فکر اوګمان هم نه کاوه
داعشي تیروتونکو په ډیر ویاړسره دمجاهدینو کورونه وسوځول مالونه یئ لوټ کړه مجاهدین یئ شهیدان اویاهم له ساحې څخه په وتلو مجبور کړل او دشرم ځای لادا دی چې دمجاهدینو ښځې یې وینځې وګرځولې او له دوی سره په اصطلاح دبیعت ترنوم لاندې دکفارو لاسپوڅي ګرځیدل یې له مهمو شرائطو وګرځول او دنه کولو په صورت کې مرتد اوکافر او دمرګ حقدار ګرځیدل.
دحیرانتیاخبره خوداده چې داستاسو مقاومت ولې له فتحه شویو سیمو څخه شروع او دښمن موڅنګه مجاهـداوطالـب اوهاغه څوک چې څوارلس کاله یې دنړۍ کفري قوت اودوخت دفرعون پروړاندې مقاومت وکړوهاغه څوک چې په کورکې څو څو شهیدان لري له کوره یې یو یادوه بندیان له کلو راهیسې دکفارو سره په ګوانتانامو باګرام پل چرخي اودهیواد په نورو بندي خانو کې پراته دي هاغه څوک چې په کورکې دوه یا درې کونډې لري څو څو ماشومان یتیمان لري،هاغه څوک چې دهغه تمام عمر دکفري ښکیلاک پروړاندې په اسلامي اوسپڅلې مبارزه تیرشوی ولې ستا دلـومړي ګذار هـدف وګـرځیدو؟؟
ښه په یقین اوباورسره ویلی شو چې داعش په هیواد کې داربکیانو نوې څهرې دي داسلامي شعائرو په خپلولو سـره غـواړي زمونږ روان اسلامي او ملي مقاومت داغمن کړي اوپه دې سره له خپلوبادارانو امتیازات اوکریډټ واخلي اودروانـو فتحو پر وړانـدې خنډ اودمجاهدیـنو دځپلو لپاره قرباني شي خو لله الحمد چې هیوادوال اومجاهدین بیدار او زیرک دي څنګه یې چې د اته څلویښتو هیوادونو تـمام امکانات دایماني قوت په زور مات اوله شکست سره مخ کړل نو که خدای کول دا نوې مفکوره به یې هم له شرمندګۍ او رسوایئ سره مخ شي او اربکیان به دنوي یونیفارم اوشعارونو سره ناکامیږي اوماتیږي
ان شاءالله
يادونه:عزم يوه خپلواکه ناپېيلي ويب پاڼه ده د کوم سياسي خوځښت او ډلې ترجماني نه کوي ،په عزم کې خپرېدونکې ليکنې د ليکوالو خپل نظر دی د عزم ويب پاڼې د ادارې توافق ورسره شرط نه دی،هرڅوک کولای شي چې د اړيکې له لارې مونږ ته خپلې ليکنې او نظريات راوليږي.