طالبـــانو ولی په بدخشان کی اسیر شوی پولیس خوشی کړل؟

لیکوال: صابر جان
څو ورځی مخکی طالبانو دبدخشان په وردوج ولسوالی کی له سلو څخه زیات پولیس ونیول چی د کلکو ضمانتونو څخه وروسته طالبانو داسلامی همدردی اومهربانی له مخی خوشی کړل چی په دی کارسره طالبانوته څوفایدی ورسیدی چی په لاندی ډول یی دیوڅویادونه کوم
۱ لکه څرنګه چی طالبانو پولیسوته مخکی له تسلیمی وعده ورکړی وه چی له تسلیمیدوسره به یی سرته هیڅ خطره نه پیښیږی اوصحی سلامت به یی کورونو ته لیږی همداسی یی وکړل طالبانوثابته کړل چی دوی په خپلووعدو رښتینی دی اوهیڅ وخت وعده خلافی نه کوی چی همدا درښتینومومنانوکاردی
۲ د پولیسو په خوشی کولو طالبانوخپله ازادی ثابته کړه او دایی هغو کړیو ته چی طالبان خپلواک نه بولی وښودله چی طالبان په خپلو فیصلو کی خپلواک دی د اجیر حکومت په څیر دجان کیری او ډیویډ کامرون اودبل چارضایت اواجازی ته ضرورت نه لری بلکی هرفیصله چی دشریعت مطابق وی هغه عملی کوی
۳ ځینی اجیرانوبه طالبان دافغانانو دوژلو پروژه بلل خوطالبانو د دی کار په کولو دی اجیرانوته یوکلک ګذار ورکړی اود دوی ټول پوچ تبلغیات یی رسواکړل اودایی وښودل چی طالبان دومره دافغانانوخواخوږی دی چی خپل دښمن هم دافغانیت له مخی بخښی اوصحی سلامت یی خپل کور ته رسوی
۴ دشوری نظار لڼډه غرو د شمالی ولایتونو عامه ولس ته په ذهن کی دا ورکړی چی ګواکی طالبان دپښتنو یو ډله ده اوغواړی نورقومونه لکه تاجک اوازبک اونور له افغانستان ورک خوارذلیل او ووژنی خو طالبانو د دی پولیسو په خوشی کولو ټول ولس ته وښودل چی طالبان په یوقوم او یو سمت پوری تړلی خلګ نه دی اونه دقوم لپاره جنګ کوی ځکه که طالبانو د یو قوم لپاره جنګ کولی نو دا پولیس به یی په هم هغه ورځ وژلی چی ځکه چی ټول په تاجک قوم پسی مربوط وه
۵ طالبانو د دی کارپه کولوسره هغه عسکر هم پوه سول چی د خپلومشرانوله خوا ورته ویل سوی وه که چیری تسلیم سی طالبانو مو وژنی باید د ژوند تر اخری سلګی پوری وجنګیږی لکه څرنګه چی دایو روښانه حقیقت دی د اجیرو اردو او پولیسو په لیکوکی اکثره کسان دپیسو لپاره داخل سوی اوهیڅ یو فکری انګیزه نه لری که چیری پولیس اوداردوعسکرپوه سی چی طالب ورته دسرضمانت ورکوی نو د محاصری اوجنګ په وخت کی به اکثره تسلیمیږی ځکه هیڅ یوکس دعبدالله اواشرف غنی لپاره ځان نه وژنی بلکی مطلب یی پیسی دی اوهیڅ یوپولیس نه غواړی چی داسلحی لپاره ځان مړکړی بلکی دهغوی مطلب خپل معاش دی اوپوهیږی که مړسی هم یی معاش قطعه کیږی اوکه تسلیم سی هم یی معاش قطع کیږی نو هر عسکر به دجنګ په وخت د دی پرځای چی ځان مړکړی او یاهم کوم طالب په شهادت ورسوی ځان تسلیموی
۶ طالبانوپه دی کار وښودل چی افغانان د دوی ولس دی اونه غواړی چی افغان ماشومان یتیمان سی اوښځی کونډی سی ځکه کونډی یتیمان یی بیرته همدی طالبانوپاته کیږی اودهمدی کونډو یتیمانوساتنه اوروزنه په راتلونکی کی بیرته د طالبانو غاړی ته لویږی
بالاخره طالبانوله دومره ګټو په لیدلوسره دخپل هوښیارسیاست له مخی اودخپلی وعدی سره سم خوشی اوصحی سلامت یی خپلو کورونو ته ورسپارل.