بې شرمه خریدار

له خربوزه پلورونکي نه یوه سړي خربوزه واخیستله، چې کور ته یې یووړه خامه وختله، بېرته یې دکاندار ته وروړه او د پیسو واپس کولو غوښتنه یې وکړه، خو دکاندار ورنه کړې، سړی د دکاندار څنګ ته کېناست، خربوزه یې څیرې کړه، چې خلک به د خربوزو اخیستلو ته راتلل ده به یوه ټوکړه ورته ونیوله او ورته کړه به یې چې اول یې وڅکه بیا یې اخله، هغه به چې وڅکله بېرته به روان شو، به دې توګه یې د دکاندار کار ودروه. اخیر دکاندار پیسې ورکړې او رخصت یې کړ.

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button