د ناټو استازی: که طالبان غواړي د دولتي عسکرو لیکو کې ځان شامل کړي؛ داخلوو یې

نوموړي یوځل بیا د ښځو او رسنیو پر بشپړه آزادي او د ۲۰کلونو لاسته راوړنو پرساتنه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې سوله به یواځې هغه مهال راځي چې طالبان دغه ارزښتونه ومني.

عزم یکشنبه، ۶، تله، ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د یوه اسلامي نظام د تدویر پر سر مذاکرات روان دي، په یوه تازه او جالب اقدام کې د ناټو استازي “استفانو پونتیکوروو”طالبانو ته د کابل حکومت په استازیتوب بلنه ورکړې، چې که غواړي د ملي اردو، امنیت، پولیسو او د نورو امنیتي ځواکونو لیکو کې ځان شامل کړي، دوی چمتو دي، د یادو ملیشو لیکو ته یې ومني.
نوموړي امریکا غږ ته ویلي، که په لویه کچه داسې یوه غوښتنه راڅخه وشي او امنیتي لیکو کې د طالب جنګیالیو د ادغام خبره وي، نو مرسته کولای شو.
د ناټو استازي خبرداری ورکړی « هر هغه تړون چې د طالبانو او افغان جهتونو ترمنځ لاسلیک کیږي، که زمونږ د غوښتنو او وړاندیزونو سره برابر وه، منو یې او ملاتړ یې کوو او کنه نو افغانستان به سخت زیان وویني»

شنونکي وایي، ناټو لا هم هڅه کوي پر افغانانو لوبدیځه دیموکراسي وتپي او هعه آرمان چې تیرو ۱۹کلونو کې یې د جګړې له لارې ترلاسه نه شو کړای، اوس یې د مذاکراتو پر میز پر طالبانو د منلو هیلې لري.
نوموړي یوځل بیا د ښځو او رسنیو پر بشپړه آزادي او د ۲۰کلونو لاسته راوړنو پرساتنه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې سوله به یواځې هغه مهال راځي چې طالبان دغه ارزښتونه ومني.
پونټیکورو ټینګار کړی چې طالبان باید د افغان جهتونو پر استازو باور وکړي د نړیوالو او جهتونو غوښتنې ومني او تاوتریخوالی کم کړي چې تر هغه وروسته به مونږ د وتلو پریکړه کوو. «لکه څنګه چې یوځای راغلي یو، یوځای به وځو»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button