بلومبرګ: افغانۍ په تېرو دریو میاشتو کې د نړۍ د غوره کرنسۍ مقام خپل کړی

عزم(چهارشنبه، تلې پينځمه، ۱۴۰۲): بلومبرګ په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده کړې چې د ټولې نړۍ د اسعارو په اړه یې څېړنه کړې چې افغانۍ پکې د باارزښتې کرنسۍ په توګه ځانګړی دریځ خپل کړی.
دوی وایي چې د افغانۍ ارزښت له تېر څخه اوس ته ۱۴ سلنه لوړ شوی. دوی حیران دي چې له ننګونو او بندیزونو سره د مخ یوه هیواد کرنسي څنګه دا لوړ مقام ترلاسه کوي.
څېړنه له ګاونډيو او د نړۍ له هیوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو پر چلښت بندیز، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، بشري مرستې او نور هغه مهم سببونه یاد کړي چې افغانۍ ته یې ارزښت وربښلی.
د بلومبرګ راپور وایي چې له عرضي اړخه افغانۍ په تېرو درو میاشتو کې نهه سلنه لوړه شوې او همدا یې د اسعارو په نوملړ کې د مخکښې دلیل دی.
دوی ویلي چې د افغان دولت له خوا د مارکیټ کنټرول، د انفلاسیون مهار او افغانستان پراخه سوداګري هغه نور علتونه دي چې د افغانۍ ټیکاو یې زیات کړی.
یاده کوو چې د افغانیو د ثبات لپاره د اسلامي امارت بې درېغه هڅې، د بانکونو چارو نورمالول، د نورو هیوادونو د اسعارو مخه نیول؛ هغه څه دي چې دا پیسې یې ارزښتناکه کړي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغانۍ د نړۍ په اسعارو کې له له کولمبیا او سریلنکایي روپیو وروسته درېیم لوړ ارزښت لري.