افغان سوداګر: له تازه مېوو بار موټر مو له تورخم دروازې هاخوا نه پرېښودل کیږي

عزم(چهارشنبه، تلې پينځمه، ۱۴۰۲): د تازه مېوو يو شمېر سوداګر شکایت کوي چې موټرونه یې له تازه مېوو بار دي، خو له تورخم څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کیږي.
دوی وایي چې له دریو ورځو راهیسې یې موټرونه په تورخم کې ولاړ دي، خو پاکستانی لوري اجازه نه ورکوي چې موټرونه دې له تورخم کرښې تېر شي. سوداګر او موټرچلوونکي څرګندوي چې موټرونه یې بار ولاړ دي، خو پاکستاني پولیس په دې پلمه اجازه نه ورکوي چې دا انګور د افغانستان نه، بلکې د تاجکستان دي.
له بلې خوا، د ګډې سوداګرۍ خونې مسوول خان جان الکوزي هم منلې چې دوی سوداګرو ته تصدیق لیکونه هم ورکړي ، خو بیا هم پاکستانی لوری د تګ اجازه نه ورکوي.
د راپورونو له مخې په تورخم کې د سپټمبر د نهمې پېښې راهیسې دا درېیم ځل دی چې د تورخم دروازه د افغانستان د تازه مېوو او سبزۍ په مخ بندیږي.