د بایډن د استیضاح اړوند لومړۍ استماعي غونډه ترسره کیږي

د امریکا د ولسې جرګې نظارت کمېټې رئیس رسنیو ته ویلي چې د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د جوبایډن د استیضاح اړوند لومړۍ استماعي غونډه ترسره کیږي.

د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې د ګزارش پر اساس جیمز کومر د یادې کمېټې رئیس رسنیو ته ویلي چې د ځايي وخت، د سهار پر لسو بجو د سپتمبر په ۲۸مه به د نظارت کمیټې په ناسته کې د اوسني جمهور رییس د استیضاع ناسته ترسره کیږي. په دې ناسته کې به د راټول شؤي مدارکو او اسنادو ارزښ او څرنګوالۍ وڅېړل شي او همداراز به د جمهور رئیس د مالي فساد اړوند تحقیقاتي اسنادو ارزونه وشي.

د فاکس نیوز د ګزارش پر بنیاد، په دغه ناسته کې به یادې جلسې ته د جوبایډن د کورنیو غړو لخوا د غیر قانونی مالي فعالیتونو اړوند شواهد او اسناد چې راټول شؤي دي، وړاندې شي.

جیمز کومر په دې هکله ویلي چې د نظارت او ځواب ویلو کمېټو د څارنوالۍ وزارت سره په ګډه، زیات شمېر شواهد کشف کړي چې ښکاره کوي جمهور رئیس بار بار د خپل دولتي مقام څخه د خپل کورني ګټو د مالي تامین لپاره سوء استفاده کړې او زوی یې هانتر بایدن هم په پراخ مالي فساد کې متهم دی.

جیمز کومر زیاته کړې ده چې د امریکا کانگرس موظف دی چې د جوبایډن د استیضاح د تحقیقاتو اړوند او د هغه د کورني غړو د مالي فساد په هکله استیضاح پیل کړي ځکه دا د ټول ولس حق دی چې د یو دولتي چارواکي د سوءاستفادې له بشپړ جریانه خبر شي.

۱۴۰۲/۷/۵

2023/9/27

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button