د رسول الله ﷺ ابتدايي زندګي

حسان مجاهد
١_ د رسول اللهﷺ رضاعت
رسول الله ﷺ ته تر ټولو لومړی دده مور مبارکې دوه درې ورځې تی ور کړی ده، له هغه وروسته د ابولهب مينځي ثویبیې تی ورکړی ده او له ثوبیې وروسته حلیمي سعديې تی ورکړی ده. په عربو کي دا دستور وو چې د څارا ښځې به راتلې او ښاري خلګو به دوی ته تی خوره ماشومان سپارل؛ تر څو ماشومان ددوی په کورونو کې په صافه لهجه عربي ژبه زده کړي او د عربو خصلتونه په کې پاته شي.
د عربو له دې دستور سره سم حليمه بي بي د هوازن قبيلې د نورو ښځو په ګډون د تی خوره ماشومانو په پلټنه پسي راغلې وه، دا چې بیرته ستنیده نو بل ماشوم ور پيدا نه شو ځکه نو بي بي آمنې محمد ﷺ ور وسپارل. د حلیمي بي بي لور شيما به رسول اللهﷺ په ناز ناز لویاوه. له دوه کاله تيريدو وروسته حلیمي بي بي رسول اللهﷺ بیرته خپلې مور ته وسپارل، لکن څرنګه چې په دې وخت کې په مکه مکرمه کې د وبا مرض ګډ شوی وو، نو بي بي آمنې خپل ماشوم (رسول الله ﷺ) بیرته حلیمي بي بي ته وسپارل او هغې کورته يووړ. د ابن اسحاق په قول رسول اللهﷺ د حلیمي بي بي په کور کې شپږ کلونه تير کړي دي.
٢_ مدينې منورې ته د رسول الله ﷺ سفر
کله چي رسول الله ﷺ شپږ کلن شو؛ نو خپلې مور له ځانه سره مدينې منورې ته بوت او هلته د نيکه د ماما خيلو کره چې هغوی د بني نجار د قبيلې څخه وو؛ ديره شو.
په دغه سفر کې ام ایمن هم ورسره ملګرې وه.
د تاريخ ځينو پوهانو دا خبره صحيح بللې ده چې د رسول اللهﷺ مور په دې سفر کې د خپل خاوند د زيارت په موخه مدينې منورې ته تللې وه. نوموړې په مدينه منوره کي يوه مياشت پاته شوه، دبيرته راتګ پرمهال چې “ابواء” نومي کلي ته را ورسېده، نو وفات شوه او په همدغه ځای کې خاورو ته وسپارله شوه(انا لله و انا اليه راجعون) ام ایمن رسول اللهﷺ له ځانه سره مکې مکرمې ته راوستل. د خوږې مور له مړینې وروسته د رسول اللهﷺ روزنه دده نيکه عبد المطلب په غاړه واخیسته او تل به يې له ځانه سره ساتل.
٣_ د عبد المطلب وفات
عبد المطلب د اتيا کاله په عمر وفات شو او په حجون نومي ځای کې خښ کړل شو، په دې وخت کې رسول اللهﷺ اته کلن و.
کله چي د عبد المطلب جنازه پورته شوه؛ نو رسول الله ﷺ هم پسي روان شو او له ډیره غمه يې په چیغو چیغو ژړل.
عبد المطلب د د وفات په وخت کي خپل زوی أبو طالب ته د رسول الله ﷺ د روزنې چارې وسپارلې، أبو طالب د خپل پلار دغه امر په ښه توګه په ځای کړی و.
د عبد المطلب له مختلفو ښځو څخه لس زامن وو چې په دوی کې أبو طالب او د رسول الله ﷺ
پلار عبدالله سکني وروڼه وو؛ له دې کبله عبد المطلب د رسول اللهﷺ روزنه يوازي أبو طالب ته وسپارله.
أبو طالب له رسول الله ﷺ سره دومره مينه لرله چې د خپلو ماشومانو يې پروا هم نه لرله، کله چې به ويده کېدو، نو رسول اللهﷺ به يې له ځان سره ويده کول او کله چې به د باندي وتل هم دی به یې له ځان سره بول.
٤_ د وزو څرول
لکه څنګه چي الله تعالی د څارویو په اړه وايي” ولکم فيها جمال حين تریحون وحين تسرحون”
ژباړه: او ستاسو لپاره په څارويو کې ښکلا پرته ده چې کله يې تاسو څروئ. او لکه څنګه چي په عربو کې وزې/پسونه څرول څه عیب نه و بلکې د سردارانو زامنو به هم وزې څرولې؛ ځکه نو رسول الله ﷺ هم د مخکنیو پيغمبرانو په څېر غالباً په لس کلنۍ یا دولس کلنۍ کې وزې څرولې دي. او دغه د وزو شپون توب په حقیقت کې د ټولې نړۍ او امت د شپون توب لپاره یو پيلامه وه چې رسول اللهﷺ به بیا د ټول امت رهبر وي.
٥_ شام ته د رسول اللهﷺ سفر
د عربو دا دستور وو چې په کال کي به يو ځل د تجارت په موخه شام ته تلل، د رسول اللهﷺ
عمر غالبا دولس کاله وو چې د عربو له دغه دستور سره سم ابوطالب هم شام ته د سفر اراده وکړه، أبو طالب په سفر کې د ستونزو له امله ونه غوښتل چي رسول الله ﷺ له ځانه سره بوزي، خو رسول الله ﷺ له نوموړي سره دومره مينه درلوده چې هرې خواته به دی روانیدو نو رسول اللهﷺ به پسي ونښتل؛ خو أبو طالب ته د رسول اللهﷺ نا اميده کيدل مناسب نه ښکاریده؛ ځکه یې نو رسول اللهﷺ هم په دغه سفر کې له ځانه سره ملګری کړ.
٦_ د “فجار” په جنګ کې د رسول الله ﷺګډون
داسلام تر ظهور وړاندي د عربو په پرله پسي جنګونو کې يو مشهور او خطرناک جنګ د فجار و.
دا جنګ د قريشو او قيس قبيلې تر منځ ولیګدو، دقريشو رئیس او د جنګ سپه سالار د أبو سفيان پلار او د معاويه رضي الله عنهما نيکه، حرب بن اميه و. په قريشو کې د هاشم له کورنۍ څخه د جنګ بيرغ زبير بن عبد المطلب پورته کړی و.
البته! ابن هشام رح او امام سهيلي رح لیکلي دي چې رسول الله ﷺ په دغه جنګ کې، سره له دې چې عمر يې د جنګ وخت ته رسیدلی و خو بيا يې هم په چا لاس نه ده پورته کړی.
٧_ د رسول الله ﷺ تجارت او سوداګري
د رسول الله ﷺ ور نيکه هاشم او دده تره(اکا) أبو طالب تجاران وو؛ له دې کبله کله چې رسول الله ﷺ د بلوغ او ځوانۍ مرحلې ته ورسېده؛ نو د ژوندانه د لارو چارو د سمون او روانولو لپاره له تجارت پرته ورته بله ښه لاره ښکاره نشوه.
دا چې رسول الله ﷺ په ماشومتوب کې هم له خپل تره أبو طالب سره په تجارتي سفرونو کې ملګری و؛ ځکه نو ورته د تجارت غوره طريقې او تجربې معلومي وې.
په خلګو کې د رسول اللهﷺ امانتداري او غوره معاملې ډير شهرت پيدا کړی وو.
د اوس زمانې په څېر هغه وخت هم په تجارتي کاروبار کې تر ټولو ښه صفت صداقت او په وعده وفا کول وو. رسول الله ﷺ تر بعثت وړاندي هم د مکې مکرمې یو امين او رښتینی تاجر یادیده. یو صحابي عبد الله بن ابي الحمساء (رض) وايي: تر نبوت وړاندي ما له رسول الله ﷺ سره د اخیستلو او خرڅولو یو معامله کړې وه چې يوه برخه يې فیصله شوې وه او بله برخه پاتې وه، ما ورسره وعده وکړه چې زه به بيا راځم، خو په اتفاقي توګه ماته درې ورځي وعده راياده نشوه، زه چې په دریمه ورځ ورغلم که ګورم رسول اللهﷺ په همغه ځای انتظار ولاړ دی، هغه مبارک زما په دغه وعده خلافي تندی قدري هم تريو نه کړ، يوازي دومره يې راته وويل” زه دي ډير په تکلیف کړم، زه دا درې ورځي په دې ځای کې ستا په انتظار حاضر ولاړ يم” (ابوداؤد شريف دوهم ټوک ٣٣٥ مخ.)
٨_له خديجة الکبرا (رضي الله عنها) سره د رسول اللهﷺ نكاح
خديجة الکبرا (رضي الله عنها)ددومره لوړو خوینو څښتنه وه چې خلګو به په جاهليت کې ورته طاهره(له بدو کړنو پاکه) ويله. نوموړې د ډير مال خاونده وه کله چې به د مکې مکرمې خلګو تجارتي قافله ليږله، نو يوازي د خديجة الکبرا (رضي الله عنها) مال به د ټولو قريشو له مال سره برابر وو.
کله چې رسول الله ﷺ پنځه ويشت کلن شو او په خلګو کې د صداقت، امانت او ديانت په صفاتو مشهوره وو؛ نو ددې دليلونو پر اساس خديجة الکبرا رسول الله ﷺ ته پیغام وليږل چې ته زما تجارتي مال یوسه؛ دومره مال به زه تاته درکړم چې نورو خلګو ته يې ورکوم. رسول الله ﷺ هم ورسره ومنله او ددې مبارکې ميرمنې مال يې بصرې ته يووړ.
کله چې له بصرې څخه راستون شو؛ نو درې میاشتې وروسته رسول اللهﷺ ته خديجة الکبرا (رضي الله عنها)د نكاح وړاندیز وکړ. همهاله ابوطالب او د رسول الله ﷺ د کورنۍ نور مشران چې حضرت حمزه (رضي الله عنه) هم په کې وو، په ټاکلې نیټه د خديجة الکبرا (رضي الله عنها)کورته ورغلو، أبو طالب د نکاح خطبه وويله او د پنځه سوه طلايي درهمو په مهر يې خديجة الکبرا (رضي الله عنها) ورته په نکاح کړه.
٩_ د شرک له کارونو څخه د رسول الله ﷺ کرکه
رسول اللهﷺ په ماشومتوب او زلميتوب کې هم د شرک له کارونو او رسم رواجونو څخه ډیره کرکه درلوده.
یو ځل قريشو د رسول الله ﷺ په مخ کې د بتانو لپاره نذر شوې ډوډۍ او هغه څاروی چې دبت په نامه ذبحه شوی و، کیښود؛ خو رسول اللهﷺ يې له خوړلو انکار وکړ.
١٠_ د رسول اللهﷺ ځانګړي دوستان
تر نبوت وړاندي چې د رسول اللهﷺ کوم خلګ دوستان وو؛ هغوی د ډيرو پاکو او لوړو اخلاقو څښتنان وو.
په دوی کې تر ټولو لومړی ابوبکر صديق (رضي الله عنه) و چې ډير کلونه يې له رسول الله ﷺ
سره ناسته ولاړه کړې وه.
داشان د حضرت خديجة الکبرا د تره زوی حکيم بن حزام (رضي الله عنه) چې د قريشو ډير معزز رئیس و، نوموړی هم د رسول اللهﷺ خاص او منلی دوست و، دی تر رسول اللهﷺ پنځه کاله مشر و او دی که څه هم تر اتم هجري کال پوري مسلمان شوی نه و؛ خو په دې برسېره يې له رسول اللهﷺ سره بې کچې مينه لرله.
ضماد بن ثعلبه رضي الله عنه چې د جاهليت په زمانه کي به یې د جراحت او طبابت کارونه ترسره کول، دی هم درسول الله ﷺ له
خاصو دوستانو څخه و، نوموړی یوه ورځ مکې مکرمې ته په داسي حال کې راغی چې رسول الله ﷺ په لاره روان دی، د مکې د کافرانو هلکان له شا ور پسي منډي وهي او رسول الله ﷺ
لیونی يادوي(العیاذ بالله) ضماد بن ثعلبه هم په رسول الله ﷺ دغه ډول ګمان وکړ، دی رسول الله ﷺ ته راغی او ورته وايي چې زه د لیونیانو علاج کولای شم، خو رسول الله ﷺ ورته لومړی د الله تعالی حمد او ثنا او بیا ډیرې اغیزناکې جملې ورته وويلې او ضماد مسلمان شو. دا پيښه مسلم او نسايي په لنډو ټکو خو مسند احمد په تفصيلي توګه را نقل کړې ده.
سرچینه: دمولانا سید سليمان ندوي رحمه الله تعالي(سیرت النبي ﷺ) لومړی ټوک