په عراق کې د واده په مراسم کې اورلګېدنه ۴۱۵ تنه مړه او ژوبل کړي

د عراق سرې میاشتې خبر ورکړی چې د عراق نینوا په ولایت کې د واده په مراسم کې زوروره اورلګېدنه شوې چې په نتیجه کې ۱۱۴ کسان مړه او ۳۳۶ تنه نور زخمیان شؤي دي. د زیاتره زخمیانو وضعیت نازک ښودل شؤي او احتمال شته چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.

دغه پېښه تېر ماښام د الحمدانیه په سیمه کې ترسره شؤې ده. لومړني معلومات ښيي چې اور لګېدنه اول د پټاکیو او د لوبو چاودیدونکو موادو په وجه رامنځ ته شوې او بیا په چټکۍ سره د واده تالار ته غځېدلې ده.

په نشر شؤي ویډیو کې ښکاري چې اور وژونکې او اطفایې کسان د زخمیانو په ایستلو بوخت دي. د عراق له مختلفو ولایتونو او کردستان سیمې څخه طبي پرسونل او امبولانسونه سیمې ته رسیدلي او د زخمیان په انتقال بوخت دي.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السودانی د صحت او داخلې وزارتونو ته امر کړی چې د سیمې ته دې چټک مرستندویه ټیمونه ولیږي او د زخمیانو انتقال دې هر څه ژړ غټو روغتونونو ته ترسره شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button