متقي: له نړۍ سره د اسلامي امارت ډيپلوماټيکي اړیکې په پراخېدو دي

عزم(چهارشنبه، تلې پينځمه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په ناسته کې ویلي چې د اسلامي امارت اړیکې له نړۍ سره د پراخېدو په حال کې دي.
سرپرست وزیر ویلي چې له لسیزو جکړو وروسته په هیواد کې د جګړو پای ته رسېدل یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل په خپل ټویټر کې د مولوي متقي یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د امنیت ټینګښت او د افغانستان له مخې د نشه یي توکو د له منځه وړل هغه دوې لویې لاسته رواړنې ښودل شوي چې افغانستان او نړۍ ته ترې ستونزې راولاړې شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو چارو وزیر وړمه ورځ د روسیې ولسمشر له سلاکار، ادلګریف روسلان سعید حسینویچ سره په ناسته کې د دواړو هیوادونو په سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و.
له بلې خوا، ښاغلي متقي په مسکو کې د افغانستان سفارت له استازو سره هم ناسته کې د سفارت مسوولانو ته په خپلو چارو کې د ګړندیتوب ویلي و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button