په بنګله دېش کې د ډینګي ناروغۍ له ۹۰۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی

عزم(چهارشنبه، تلې پينځمه، ۱۴۰۲): د بنګله‌ دېش دولتي رسنیو ویلي چې د ډینګۍ ناروغۍ په دې هیواد کې له ۹۰۰ زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی.
دوی ویلي چې دا ناروغي په تېر یوه کال کې نږدې ۱۸۸ زره کسانو تجربه کړې او ۹۰۹ تنه یې وژلي دي.
د ډاکې روغتیاپالانو ویلي چې دا ناروغۍ په کلیوالي سیمو کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. د راپورنو له مخې د ناروغانو ډېروالی ددې هیواد روغتیايي سیستم له ستونزو سره مخ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې وړم کال دې ناروِغۍ ۲۸۰ کسان وژلي وو.
یاده دې شي چې ډينګي ناروغۍ د یوه ځانګړي غوماشي څخه پیداکیږي چې انسان په تبه او ځان خوږ اخته کوي. ډاکټران وایي چې د دې ناروغۍ لپاره لا هم واکسین نه دی جوړ شوي، خو دوی یې پر وقایه ټينګار کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button