په کابل او ولایتونو کې د حضرت محمد مصطفی له مبارک میلاد څخه نمانځنه وشوه

عزم: (چهارشنبه،د تلې ۵مه،۱۴۰۲): د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ولایتونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زېږېدو له ورځې څخه نمانځنه وشوه.
یو شمېر دیني عالمان د ژوند په ټولو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لارې او طریقې په تعقیب ټینګار لري.
دوی وایي، ” که خلک په سیاسي، اقتصادي او د ژوند ټولو چارو کې د پیغمبر لاره خپله کړي، ستونزې به ونه لري.”
دوی زیاتوي، ” ځوانان هغه که نارینه دي یا ښځینه باید د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړي او د نوموړي مبارک د سیرت سره سم عمل وکړي.”
د ربیع الاول دولسمه د اسلام د ستر پیشوا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زېږېدو له ورځې سره برابره ده.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول مسلمانان دا ورځ په ختمونو، خیراتونو او صدقو په ورکړې سره نمانځي.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ۵۷۰ یا په بل روایت په ۵۷۱ میلادي کال د ربیع الاول په دولسمه وزېږېد.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ۴۰ کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو او تر ۲۳ کاله پیغمبرۍ وروسته د ۶۳ کلونو په عمر له دې دنیا څخه رحلت وکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button