Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

له اسرائیلو سره زموږ کړکېچ! / اوومه او وروستۍ برخه

لیکوال: د. علي الطنطاوي
ژباړن: انوار الحق عاصم

دا چې مادي ځواک خورا اړين دی او الله -جل جلاله- هم مونږ ته امر کړی دی ترڅو اسباب يې برابر کړو فرمايي چې: ¾ وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ½او تاسې تر خپلې وسې ډېر زيات طاقت دهغوی د مقابلې لپاره چمتو کړئ.([11])

دلته د (قوه) لفظ نکره راغلې ده چې هر ډول قوت ته شامل دی هغه که اوس وجود لري او که به راپېداکېږي، مونږ هر هغه څه چمتو کوو چې توان يې لرو او کوم څه ته چې د رسېدو وس لرو، ليکن بری پدې پورې ندی تړل شوی او نه به حتماً پدې راځي ، الله -جل جلاله- مونږ ته ويلي دي چې دا محض د ډارولو لپاره دي¾ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ. ½ترڅو چې په دې وسيله د الله- جل جلاله- پر دښمنانو او خپلو دښمنانو هيبت راولئ.([12])

¾ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ ½او مرسته خو يوازې دهماغه الله- جل جلاله- له لورې کېږي.([13])

دا زيری او ډاډ دی: ¾ وَمَا جَعَلَهُ اللّهُ إِلاَّ بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ ½داخبره الله د دې لپاره درته کړې ده چې تاسې خوشاله شئ او ستاسې زړونه پرې ډاډه شي، برلاسي او مرسته هر څه د الله لخوا دي.([14])

¾ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ ½ ډېر ځلې الله -جل جلاله- دهغې ډلې مرسته کوي چې شمېر يې کم او د پام وړ وسله هم نلري ډېر ځله داسې شويدي چې يو وړوکی ټولی د الله- جل جلاله- په امر پر يوې لويې ډلې برلاسی شوی دی.([15])

¾ وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ ½له دې نه مخکې د بدر په جګړه کې الله- جل جلاله- له تاسې سره مرسته کړې وه په داسې حال کې چې په هغه وخت کې تاسې ډېر زيات کمزوري وئ.([16])

¾ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا ½او د حنين د غزا په ورځ (به تاسې د هغه ملاتړ ليدلی وي) په دې ورځ تاسې دخپل شمېر په زياتوالي غره وئ خو هغه ستاسې هيڅ په کار رانغی.([17])

د بري لپاره ترټولو غښتلې وسله ايمان دی، تردې چې په باطلو معبودانو باندې ايمان هم خپل څښتن ته لنډمهاله بری ورکوي لکه د ويتنام خلکو چې د نړۍ په ستر ځواک (امريکا) باندې بری وموند، په تېره بيا چې ايمان حق وي، په الله- جل جلاله- ، ملايکو، کتابونو او رسولانو باندې ايمان وي نو بيا خو ورسره کامل بری مل وي او دليل يې روسيه او افغانستان دی، د جسم په دننه کې يو شی دی چې (پټ ځواک) نومېږي، دا ځواک په سختۍ، اضطراري حالت او د ناهيلۍ پر وخت څرګندېږي، پيشو چې کله ناهيلې شي نو په لېوه هم بريد کوي، بلکې چرګه هم چې کله دخپلو بچيو ساتنه کوي نو په چيچونکي سپي جرأت کوي، يو تن چې خپل کور ته ستړی ستومانه او وږی راستون شي يوازې د چوکۍ په لټه کې وي چې ځان ورواچوي خو چې په کور کې بل شوی اور وويني او يا کوچنيان په خطر کې وګوري نو ستړيا او لوږه يې له ياده وځي او خپل ټول ځواک په کار اچوي، دا ځواک له کومه شو؟ دا هماغه (پټ ځواک) دی، هغه تن چې د سل متره منډې وهلو وس نلري که يو لېوه او يا وسله وال دښمن ورپسې شي نو نيم ساعت هم منډه وهي، د ايمان پر مټ دا پټ ځواک څرګندېږي لدې امله په تمامه مانا عزت د الله،رسول او مؤمنانو لپاره دی.

٭٭٭

هغه خبرونه چې مونږ يې د افغانستان د مجاهدينو په هکله اورو، او فلسطين کې چې کوچنيانو د تشو کاڼو پر مټ څه وکړل ددې غوره بېلګې دي.

يو غل چې وسله هم په لاس لري او ويده کېدل غواړي خو له ډېرې ويرې به هيڅکله ونشي کولای چې خوب ته تن کېږدي، نو يهود به څنګه په امن او ډاډ سره په فلسطين کې واوسېږي پداسې حال کې چې مونږ ورته په کمين کې ناست يو؟ ، کله چې په مونږ کې نوی ماشوم وزيږېږي نو د مور له شيدو سره سم ورته تلقين ورکوو چې ددوي سره جنګ ته چمتو شي او خپله خاوره له دې پليتۍ نه پاکه کړي.

مونږ له يهودو په شمېر کې خورا ډېر يو، له مونږ سره دومره علم او پوهه ده چې ددوی په څېر امکانات برابرولی شو، که له مونږ سره ددوی په څېر امکانات هم نه وي نو بيا هم له مونږ سره هغه څه دي چې له دوی سره نشته له مونږ سره حق دی چې ايمان پرې لرو او پر وړاندې يې درېږو، له دوی سره يوازې باطل دی، په فلسطين کې ددوي حق له کومه شو؟ نه دوی او نه يې پلرونه دلته استوګن وو، نه يې کومې اړيکې ورسره شته، نه يې دين سره يو دی، نه يې ژبه يوه ده، نه ورسره دوستي لري او نه يې خير غواړي.

مونږ سره لدې وړاندې الله -جل جلاله- ژمنه کړې ده چې بری ستاسې په برخه دی ، آيا د (بلفور) ژمنه به دوی ته کومه ګټه ورکړي پداسې حال کې يې د فلسطين زمکه ورکړه چې نه يې خپله واک درلود او نه يې د استوګنو وکالت کاوه، د (بلفور) ژمنه به د الله -جل جلاله- د ژمنې پر وړاندې کوم ارزښت ولري؟¾ وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ ½او کله چې فيصله وکړای شي نو شيطان به ووايي: حقيقت دادی چې الله- جل جلاله- له تاسې سره کومې ژمنې کړې وې هغه ټولې ريښتينې وې او ما چې له تاسې سره څومره ژمنې وکړې له هغو نه مې يوه هم درسره پوره نکړه.([18])

پدې اسلامي خاوره داسې وخت هم راغلی وو چې له اوسنۍ وضعې پکې ډېر اختلافونه، ضعف او ځان ځاني حاکمه وه، د صليبي جګړو پر مهال، کله چې په سوريه کې د ښارونو د شمېر په اندازه دولتونه وو، د ګډوډۍ وضعه قائم وه، (حماة) ته نږدې په (شيزر) کې يو دولت وو، (ديرالزور صلخد) سيمه کې بل دولت وو، دسمندر غاړه ټوله د صليبيانو په واک کې وه لومړی عمادالدين ورپسې نورالدين او ورپسې صلاح الدين راپورته شول، د اسلام بيرغ يې رپاند کړ او د محمدصلی الله عليه وسلم په توره يې دوی تس نس کړل تردې چې ځان ځاني په يووالي، ضعف په قوت او ماته په بري بدله شوه او اسلام په هر وخت او ځای کې داسې کوي.

٭٭٭

زمونږ جګړه خو له يهودو سره نده، يهود څه وخت د جګړې جوګه شول؟ آيا هغه وخت چې دوی ته خپل رسول وويل: وجنګېږئ ،دوی وويل: ته او ستا رب دې لاړ شي او وجنګېږئ، او که هغه وخت چې دوی يې فتحې ته راوبلل الله -جل جلاله- ورته اسباب چمتو او دروازه هم پرانيستې وه خودوی لکه د ډارېدلو مېږو په څېر ولړزېدل او ويې ويل:¾ قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ ½ هلته خو ډېر زورور خلک اوسېږي، مونږ به هيڅکله هلته لاړ نشو ترڅو هغوی له هغه ځايه ونه وځي، هو! که هغوی ووتل نو مونږ د ورننوتلو لپاره چمتو يو. ([19])

دا ددوي مېړانې دي، دوی داسې څوک خوښوي چې ددوي پرځای وجنګېږي، داسې څوک خوښوي چې دښمن له کلا نه وباسي اودوی برېمن ورننوځي، ددوی حالاتو تغير ندی کړی ،دوی د پخوا په څېر اوس هم بې زړه دي،دوی د نورو په وسله جنګېږي او د نورو په ځواک غورې وهي.

د فلسطين قضيه به هيڅکله مړه نشي؛ ځکه د هر مسلمان په زړه کې د عقيدې په حيث وجود لري، آيا تاسې اورېدلي يا لوستلي دي چې زرمليونه خلک دې په زړه کې يوه عقيده ولري او هغه دې مړه شي؟ خلک د عقيدې په لاره کې مري خو هيڅکله عقيده د انسان د ژوند له امله نده مړه شوې، دا د (لوېديځې تړانګې) قضيه نده، ترڅو پورې به ورته دا نومونه اخلئ؟ دا فلسطين دی، يهود غواړي چې د فلسطين نوم زمونږ له ياده وباسي نو تاسې ورسره پدې کې مرسته مه کوئ.

د فلسطين قضيه يوازې د فلسطينيانو او يوازې د عربانو نده ، تاسې ورته په څه د عربو قضيه واياست په عربو کې خو داسې وګړي هم شته چې له دې نظر سره توافق نلري او نه اسلام دين ته معتقد دي، داسې څوک هم پکې شته چې له دښمن سره ولاړ دي نو ولې يې اسلامي قضيه نه بولئ؟ که تاسې يې دالله -جل جلاله- په لار کې جهاد، د بيت المقدس او د مبارکې ځمکې دفاع وبولئ نو د ټولې اسلامي نړۍ د مرستې لاس به دراوږد شي، نو ولې دا لاسونه نه راخپلوئ چې د شريک دښمن پر وړاندې يو موټی شئ؟ .

الله -جل جلاله- فرمايي:¾ إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ ½ که تاسې د الله -جل جلاله- له دين سره مرسته وکړئ نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي.([20])

نو مرسته د الله -جل جلاله- طاعت پورې تړلې ده کله چې مونږ له طاعت نه لرې شو مرسته هم ورکه شوه ، کله چې مونږ لږه اندازه بېرته راوګرځېدو نو (۱۹۷۳م) په رمضان جګړه کې مرسته هم راغله.

٭٭٭

مونږ نعرې وهلې (عظمتونه د عربو عظمتونه) خو د عربوعظمت هيڅ ګټه رانکړه ؛ ځکه د عربو عظمت خو په سمه مانا هغه ورځ ژوندی شو چې محمد عربي وزيږېد، که محمدصلی الله عليه وسلم نه وای نو د عربو شعري قصيدو، د غمدان قصر او قبائلي جګړو به چېرته هم عظمت لاسته نه وای راوړی ، نه به يې ياد تلپاتې وای او نه به يې هغه ارزښتونه لاسته راوړي وای چې روم، قسطنطينيه او د کسری مدائن پرې هم خبر نه وو، کله چې محمدصلی الله عليه وسلم له ځان سره اسلام راوړ نودوی يې د زمکې سرداران ، ښوونکي او د بشريت غوره بېلګې وګرځولې ، تردې چې کله د رمضان جګړه وه او مونږ هغه پخوانۍ خوږه نعره پورته کړه (الله أکبر) نو د بريا پر لار مو پلونه کېښودل.

کله به چې اسرائيلو پر مونږ تېری وکړ نو مونږ به د (امنيت شورا) ته پناه يوړه، لکه په مکتب کې چې يو کمزوری زده کونکی له زورور زده کونکي نه وهل وخوري نو مدير ته ورشي چې: «فلاني ووهلم»، مدير وهونکي زده کونکي ته ووايي چې:« بچيه دا ښه کار ندی ملګری دې مه وهه» خو په پټه ورته سترګک ووهي چې: مه ډارېږه زه درسره يم هيڅ هم درته نشي ويلی. ته به وايې چې (امنيت شورا) ددې لپاره دايره شوې ده چې يوازې د اسرائيلو امنيت ټينګ کړي، او دا زده کونکی چې د مدير نازولی دی ، پر نورو يې غوره بولي او پام پرې کوي ، نورو مشرانو زده کوونکو ته هم لاس اچوي او هغوی د مدير له ويرې ورته څه نه وايي خو چې کله له حده تېر شي، د هغوی سينه تنګه او د صبر کاسه يې ډکه شي نو بيايې نيسي غوږونه يې باسي، مخ يې شوکوي په لغتو او سوکانو يې وهي ورته وايي چې: ځه اوس لاړ شه او شکايت وکړه.

٭٭٭

له دې هرڅه وروسته زه يو ګوښه سړی يم. د ځوانۍ ټول وخت مې په کور کې تېر کړ، سروکار مې له کتابونو سره وو، خو کله چې مې همت ځواب راکړ، عزم مې کمزوری شو او د عمر په نوي يمو کلونو ورننوتم نو هرڅه راباندې درانده شول.

يو ځل عام اسلامي کنفرانس چې په کال (۱۹۵۳م) په قدس کې جوړ شوی وو ، د ټولې اسلامي نړۍ نماينده ګانو پکې ګډون کړی وو او ماته يې وخت راکړ چې د پيل په ورځ خبرې وکړم ، ما په هغه خبرو کې وويل:

الله -جل جلاله- قران کريم نازل کړی او ساتنه يې په خپله غاړه اخيستې ده، راتلونکی د اسلام دی او پدې کې کوم شک نشته؛ ځکه چې د الله -جل جلاله- وعده حقه ده او هغه د خپلې وعدې خلاف نه کوي، که مونږ خپل دين ته راوګرځېدو په جنګ او سوله کې مو د ژوند قانون جوړ کړ؛ نو الله -جل جلاله- به زمونږ په لاسو مرسته وکړي بری به مو په برخه شي، د دنيا او آخرت عزتونه به ترلاسه کړو، او که داسې مو ونکړل نو په بدل کې به نور خلک راولي ، مرسته او بری به د هغوی په برخه شي ،مونږ به لکه د بې وزله يهودو په څېر-نه به د دين او نه به د دنيا شو- الله -جل جلاله- مو دې له داسې حالت نه وساتي.

پای

دامام ابويوسف عالي دارالعلوم بېزاکمالاتي جلال اباد

– (سوره انفال: ۶۰)[11]

– (سوره انفال: ۶۰) [12]

– (سوره انفال: ۱۰)[13]

– (سوره ال عمران: ۱۲۶)[14]

– (سوره بقرة:۲۴۹)[15]

– (سوره ال عمران: ۱۲۳)[16]

– (سوره توبه: ۲۵)[17]

– (سوره ابراهيم: ۲۲)[18]

– (سوره مائدة: ۲۲).[19]

– (سوره محمد: ۷) [20]

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button