Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

سل کاله وروسته د افغان تاريخ يو باب! / دوهمه برخه

سعيد غلجی

د شوروي يرغل او داخلي جګړو له امله کابل پر کنډواله بدل شوی ؤ، اسلامي امارت په خپلو ناچيزه امکاناتو د بيا رغونې يو څه کارونه وکړل، دولتي ادارو ته يې ودانۍ جوړې کړې، دغه راز له شاوخوا هېوادونو سره يې هم د بيا رغونې، پرمختګ، اقتصاد او تجارت په برخو کې يو څه تړونونه وکړل.

خو له بده مرغه، نړۍ له اسلامي امارت سره خورا زيات ظالمانه چلند کاوه، له هرې خوا بنديزونه پرې لګېدلي وو، چا په رسميت نه پېژاند، يوازې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په رسميت پېژندلی ؤ، نور هيچا د صليبيانو، خصوصاً د امريکا له وېرې له اسلامي امارت سره د تعامل او په رسميت پېژندنې جرأت نه شو کولای.

خو کله چې د (۲۰۰۱م) کال د سپټمبر پر ۱۱مه د الوتکو پر مټ پر امريکا بريدونه وشول، نو امريکايي فرعون (جورج ډبليو بش) ډېر سخت غصه شو، اصلاً هغه د اسلامي نړۍ د غيرت او احساساتو امتحان اخيست، هغه د اسلامي هېوادونو په شمول، ټولې نړۍ ته اعلان وکړ، چې ستاسې لپاره فقط دوه انتخابه دي: يا به له امريکا سره دېږئ او يا له طالبانو سره، موږ پر افغانستان بريد کوو، ځکه دا بريد د القاعده له خوا شوی او القاعده ته طالبانو په خپل هېواد کې ځای ورکړی.

نور نو په ګرده نړۍ کې داسې نر نه ؤ، چې د طالبانو طرف ونيسي، يا حد اقل امريکا ته دا ووايي، چې تاسې بايد له بريد مخکې داسې شواهد وړاندې کړې، چې ګويا دا بريد د افغانستان له خاورې پلان شوی.

کفار خو هسې هم کفار دي، خو په اسلامي هېوادونو کې هم داسې څوک نه ؤ، چې د افغانستان ملاتړ يې کړی وای، ټوله نړۍ، اسلامي او کفري هېوادونه له امريکا سره ودرېدل، چا ورسره عملاً په نظامي يرغل کې برخه واخيسته، چا يې مالي ملاتړ وکړ او چا لاره ورکړه.

بالآخره، د (۲۰۰۱م) کال د اکتوبر پر ۷مه، د امريکا په مشرۍ لسګونو هېوادونو د صليب تر توغ لاندې پر افغانستان يرغل وکړ، ټولې نړۍ ورسره خپل اخلاص وکړ او له ځنډ او خنډ پرته يې د امريکا په دوو انتخابونو کې دا انتخاب غوره کړ، چې د ترهګرو طالبانو خلاف موږ له امريکا سره ولاړ يو!

حتی زموږ نژدې ګاونډي هېواد (پاکستان) د صليبي يرغل په حشر کې تر بل هر چا زياته ونډه واخيسته، همدوی صليبي ځواکونو ته لاره ورکړه چې پر افغانستان يرغل وکړي، خپله فضا او هوايي ډګرونه يې صليبي اشغالګرو ته په واک کې ورکړل، د کراچۍ له بندره يې د صليبيانو ټولو اکمالاتو ته لاره ورکړه، په لسګونو او سلګونو طالبان يې ونيول او امريکا ته يې وسپارل، حتی د ټولو نړيوالو ډيپلوماتيکو اصولو خلاف او له کوم دليل پرته يې افغان سفير (ملا عبدالسلام ضعيف) هم بندي او له ډېر بد چلند وروسته يې لاس تړلی امريکايانو ته وسپاره.

د صليبي ټلوالې ځواکونه په ډېر کبر او غرور د افغانستان خاورې ته ننوتل، د شورا نظار جنګيالي (چې ځانونه يې مجاهدين هم ګڼل او د شوروي ځواکونو ماتولو دعوې يې هم کولې) سمدستي له صليبيانو سره ودرېدل، بلکې تر هغوی مخکې روان وو، صليبيانو له هوا څخه بمبارۍ کولې او د شورا نظار جنګياليو پلي جګړه پر مخ وړله، تر دې چې طالبانو شاتګ وکړ او د هېواد ټول ښارونه صليبيانو او د هغوی افغاني بړېڅو ته ورپاتې شول.

مغرور امريکايي حاکم (جورج ډبليو بش) ويل؛ طالبان فقط دوه انتخابه لري: مرگ او زندان. رښتيا هم صليبيانو يوازې د اسلامي امارت پر ختمولو اکتفاء ونه کړه، بلکې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې يې هر دينداره وګړی د طالب په نوم نيوه، شکنجه کاوه، بندي کاوه او بې درېغه يې په شهادت رسول. کلي يې په کنډوالو بدل کړل، هره شپه به چاپې وې، د باګرام او پل څرخي تر څنګ يې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې زندانونه جوړ او ټول يې له دينداره افغانانو ډک کړل.

د شوريانو خلاف د افغان جهاد اکثره رهبران د څو ډالرو په بدل کې د طالبانو خلاف، له صليبيانو سره ودرېدل، بلکې پروفيسور برهان الدين رباني له صليبيانو وغوښتل، چې دا واړه بمونه کار نه کوي، لوی، لوی بمونه استعمال کړئ، دغه راز پروفيسور استاد عبدالرب رسول سياف به هم همېشه د طالب بنديانو د اعدام غوښتنې کولې.

خو د امريکايانو دا پلان يو مخ ناکام ؤ، ځکه دې ډول ظلمونو او وحشتونو نه يوازې دا چې طالبان يې ختم نه کړل، بلکې د اشغال خلاف يې د افغانانو داعيه لا قوي کړه. ورو، ورو د هېواد په ګوټ، ګوټ کې مبارزه پيل شوه، تر دې چې د څو کلونو په تېرېدو د هېواد اکثره اطرافي سيمې د طالبانو تر واک لاندې راغلې، بيا د څو نورو کلونو په تېرېدو طالبانو په ښارونو کې هم چريکي جګړې پيل کړې، حتی اکثره سيمو کې به د ورځې د کابل ادارې او د شپې به د طالبانو واکمني وه او که عملاً به يو ځای طالب هم نه ؤ، خو خبره يې چلېده.

د صليبي اشغالګرو پر خلاف د افغان مجاهدينو مقاومت بيخي پياوړی شو. د دې اوږدې جګړې په موده کې صليبي اشغالګرو ته سخت مالي او ځاني زيانونه واوښتل، په زرګونو سرتيري يې ووژل شول او بې شمېره نور يې ټپيان او دايمي معيوبين شول. دغه راز په لسګونو زره افغاني اجيرانو ته يې هم مرګ ژوبله واوښته.

تر دې چې بالآخره مغرور صليبيان مجبور شول، چې له هماغو افغان طالبانو سره مذاکراتو ته کښيني، چې دوی د ژوند حق ترې اخيستی ؤ او فقط د مرګ او زندان دوه انتخابه يې ورته ټاکلي وو.

نور بيا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button