افغان مهاجر دچاپه اشاره ځورول کيږي
عبيد ـ تنوير
دايوښکاره حقيقت دي چې پاکستان اوايران دافغانستان هغه دوه ګاونډي هيوادونه دي ،چې ميلونونو افغانانوته يې په ډيرسخت اواړين وخت خپله داستوګني غيږه په پوره صميمت اواسلامي همدردي پرانيسته او دهمدغوګاونډيو هيوادونو مرسته اوهمدردي وه چې مجاهدينودسره ښکيلاک او کمونيستي رژيم په مقابل کې نيږدې يوه نيمه لسيزه رسااوباشهامته معرکه پرمخ بوتله اوپه پاي کې الله تعالی تاريخي بری هم دمجاهدينو نصيب وګرځاوه .
په دې خبره کې هم شک نه وو چې دسره ښکيلاک هدف تنها افغانستان هضمول نه وو ، بلکې دګاونډيو لاندې کول او په خاص ډول دپاکستان نيول او دهندسمندرګي ته ځان رسول يې خاص ارمان وو .
که پاکستان له يوې خوا له افغانانوسره اسلامي همدردي درلوده اوپه خپلو دښتو اوښارونوکې يې داوسيدو لپاره اجازه ورکړه ، ورسره يې دخپل هيواد ساتنه اوحفاظت هم په نظرکې وو ، له همدې امله ويل کيږي چې پاکستان په دفاعي اومعاشي لحاظ چې څومره پيشرفت وکړ، په هغو کې دافغان جهاد رول او اثرروښانه دي ، ځکه دغربي او اسلامي نړۍ مخ اورجحان هغه وخت پاکستان ته رامات اوواوښت چې له افغان مجاهدينو سره پاکستان اوږه پراوږه ودريد ، همدغه وجه وه چې نړۍ دپاکستان په لاس له افغان جهاد سره مرسته کوله ، په هغه برسيره ، غرب او عربي دنيا له پاکستان سره ددې لپاره چې افغان جګړي نوموړي هيواد متاثره کړي او له خطراتو سره لاس اوګريوان دي ، نو بې کچي مالي اوپوځي کمک يې هم ورسره کاوه .
په هرصورت ، دا اوږدې اومغلقي خبري اوتاريخي پړاوونه دي ، چې سپړل يې نه ګټه لري او نه کوم درد دواکولاي شي .
اصلي خبره په پاکستان کې دافغان مهاجرينوده ، کوم افغانان چې په پاکستان کې دمګړي ميشت دوي عمدتا هغه وګړي دي ، چې له ډيرې بدې ورځي او انتهايي مجبوريت نه هلته تللي او کلونه کلونه پاته دي ، په دې معنا چې ياد مظلوم وګړي د هغو جګړو اويرغلونو له ويرې يې پناه وروړي چې دنړۍ زبرځواکونو او دهغوي ګوډاګيانودتيرو ۳۵ کلونوپه اوږدو کې په افغان ټاټوبي ترسره کړي او په ميلونو بې وسه افغانان يې ديته مجبورکړي چې خپلې کوډلې ، جونګړي او کورونه پريږدي .
همدغه علت دي چې نه نړۍ او نه هم دکابل بيلابيلو رژيمونو دافغان مهاجرينو بيرته تګ اويا دهغوي دژوند دهوسايي او سوکالي لپاره دتيرو دريو لسيزو په اوږدو کې هيڅ ونکړل ، نه يې دهغوي دروزګار پوښتنه وکړه ، نه يې دنوي نسل دښووني اوروزني غم وخوړ اونه يې هم ددې خبري پلټنه وکړه چې له افغان مهاجرينوسره دکوربه هيواد چال چلند څه ډول دي .
په خاص ډول له تيرو ۱۴ کلونو راهيسي چې افغانستان ته ملياردونو ډالرراغلل ، په حساب يو ميلون ډالرهم دغه محروم قشرته چاځانګړي او مختص نکړل ، سره لدې چې دکډوالو په نامه دکابل دولت لوي وزارت او په هرولايت کې مستقل رياستونه لري او هم په نړيوال ميدان کې دUNHCR اونوربې شميره سازمانونه هم موجوددي ، خو دافغان کډوالو په حق دوي هيڅ برنامه نه درلوده اونه يې لري ، صرف ديوه شعار تربريده دافغان کډوالو دبيرته ستنيدني نومونه اخلي او په همدې پلمه لوي فنډونه او بوديجي هضموي .
ګاونډي هيوادونه هم دافغان مهاجرينو له دغه دربدره اوبې سرنوشته حالت څخه ګټه پورته کوي او حتي ديوې سياسي حربي په توګه ترينه استفاده کوي ، په دې تعبيرچې کله ګاونډي هيوادونه اړتيا وويني ترڅو په کابل يو نوعه فشار وارد کړي ، نو سمدلاسه دافغان مهاجرينوپه ځورولو لاس پوري کړي او داتبليغات پيل کړي چې افغان مهاجر په دوي نور شديد بوج دي ، شتون يې دهغوي په معشيت اوامنيت بد اثرات لرلي او غواړي چې ژر ترژره هغوي له خپلې خاوري وباسي .
داچې په رښتيا هم افغان مهاجر و کوربنو ته اقتصادي اوامنيتي ستونزي جوړي کړي ، دا اوږد بحث او ژوره څيړنه غواړي ، خو څومره چې له ظاهره ښکاري ، افغان مهاجرين ددې لپاره چې ارام ژوند ولري ، هيڅکله ديته زړه نه ښه کوي چې جرمونو ته لاس اوږد کړي ، که په زرو تنو کې څوک دا زياتي وکړي ، هغه په هيڅ معنا دټولو مهاجرينو استاځيتوب نشي کولاي .
بله خبره داده چې دافغان مهاجرينو څو نسله په پاکستان کې وپايدل هلته يې تعليم حاصل کړ ، دهغه هيواد په قوانينو او اصولو وپوهيدل ، نو هغوي څه اړتيا لري چې خپل ارام ژوند ناارامه او په لوي لاس ځانته مشکلات پيداکړي .
همدارنګه افغانان په پاکستان کې داسې ندي چې لاس ترزني ناست دي او تياره اوپخه مړۍ يې خلک په خوله کې ورکوي ، بلکې هغوي سخت تکليف باسي اودلاس دتڼاکو په مټ خپل اهل اوعيال ته نفقه ګټي . يعني مهاجرو ته دمهاجر په صفت هيڅ داسې کوم سهولت نشته چې يا نړيوالو موسسو ، يا دکابل دولت اويا خپله پاکستان ورته دکار او روزګار ، تعليم اوصحت په برخه کې بنيادي اسانتياوي برابري کړي وي .
خوپه هغه سربيره چې افغان مهاجر دسياسي لوبو ښکار ګرځي اووخت په وخت يې په تاو کې کړيږي ، نوفکرکوو چې داددغه دربدره اوبې سرپوښه پرګنوپه حق کې لوي زياتي او له ټولو انساني نورمونو څخه خلاف کار دي.
په دې ورستيو کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت په يومکتب کې ډيره بده پيښه رامنځته شوه ، چې په ترڅ يې له ۲ سوو زيات زدکونکي په خورا بيدردي ووژل شول ، چې پړه يې دپاکستان دتحريک طالبان ډلې په غاړه واخيسته ، ويل کيږي چې دنوموړې ډلې مشر، ملافضل الله په افغانستان کې اوسي .
افغانان له لويه سره اوافغان مهاجرين په ځانګړې ډول په نوموړې پيښي دزړه له تله غمجن او تراوسه پرې افسوس ښکاره کوي ، خو متاسفانه چې دخيبرپښتونخوا ايالت دنوموړي پيښي په تاوو او غبرګون کې تربل هرچا زيات خپل زړه په افغان مهاجرينو تش کړ او ډنډه يې ورپسي راواخيسته چې دوي به ارومرو له پاکستان څخه ووځي !!
ويل کيږي چې تراوسه په زرګونو افغانان دپوليسو دچاپو په ترڅ کې نيول شوي او دجيل له کافي ورځو تيرولو ورسته په تورخم اړول شوي، همدارنګه په زرګونه کورنی ديوه جدي حکم له مخي اړايستل شوي چې په دې سره اوکړونکي ژمي کې افغانستان ته واوړي ، په داسې حال کې چې داکثرو کورنيو سره دلاري دتګ لګښت اوکرايه هم نشته او هره کورنی داوايي چې په قرض او چنده يې لاری کرايه کړي .
دلته په افغانستان کې هم نه ددولت اونه دموسساتو له لوري کومه تابيا اوچمتوالی شته چې لږ ترلږه لس زره افغانی هم دکورنی په سر ورکړي ترڅو خپلو ويجاړو جونګړو ته پرې ځانونه ورسوي .
اوس پوښتنه داده چې که پاکستان داکار کوي او افغان مهاجر په وچ زور او زبردستي سره له خپل هيواد څخه شړي او ټول نړيوال قوانين ترپښو لاندې کوي نو دوي پوه شه او خپل کار يي ، شايد دوي ټول جوانب سنجولي وي او نور يې غوښتي وي چې خپل ۳۵ کلن کوربه توب ته دپاي ټکي کيږدي او ددې خبري شايدهيڅ پروا ونلري چې په زوره ويستل شوي مهاجربه له ځان سره څه ډول خاطري يوسي !!.
ولې دپوښتني اصلي ټکي دادي چې دادنړۍ ددوهم متفکر ! ضميره اووجدان که فرض کړه وې لري ولې په تحرک نه راځي ، ايا هغه نه ويني چې هره ورځ په سوونه افغانان اوبې اسري کډي په تورخم په کوم حالت رااړول کيږي ، دوي ديوه دولت صفت دغې تراژيدي ته څه ځواب او چمتوالي لري ؟
ماپه دې برخه کې ډيرسوچ وواهه او دکابل له زيدخله چارواکو او بشري سازمانونو څخه مې ديو لړ زرايعو په مټ پوښتني وکړي چې داشرف غني دولت ولې دافغان مهاجرينو په حالت ځان نه خبروي ا و په دې برخه کې مناسب اقدام نکوي ؟ اولږ ترلږه کوم لوړپوړي پلاوي دغې موضوع ته نه ګماري ؟ .
باور وکړي چې دغو ټولو سرچينو او باخبرو حلقو همدغه يوځواب بيرته راوړي ، چې پاکستان داشرف غني په غوښتنه په افغان مهاجرينو پسي کوتک رااخيستي ، تردې چې تيره مياشت اشرف غني اسلام اباد ته سفر کړي وو ، پاکستاني واکمنو ته يې په صراحت ويلي وو چې ترڅو تاسې داسې فضا برابره نکړي چې په ترڅ کې يې مهاجر بيرته راستانه شي ، زمونږ په ويلو او بلنو هغو ي نه راځي .
نه پوهيږو چې داشرف غني مطلب به له افغان مهاجرو څخه هغه افغاني طالبان وي چې دطالبانو له تحريک سره خواخوږي لري ، که بل څه؟
که خبره همداسې وي ، اشرف غني ځکه تيروتي دي ، چې افغاني طالبان دافغان مهاجرو په منځ کې په وړو کې دمالګي هومره ځاي او شرکت لري ، له بلې خوا دژمي موسم ختميدو ته يوه مياشت پاتي ده ، افغاني طالبان هسي هم يوه مياشت ورسته داخل ته راځي ، اصلي غم او ناورين په افغان مهاجرو پسي ده اوپاکستاني پوليس خو ديته نه ګوري چې ته طالب يې که عام افغان ټول په جيلونو ننباسي اوپه تورخم يې رااړوي .
که رښتيا هم دافغان مهاجرينو دځورولو ترشا له پاکستاني پوليسو سره داشرف غني خوښه او موافقه وي ،لکه چې همداسې بريښي ، نو بيا خو موضوع روښانه ده ، چې اشرف غني په پاکستان کې دافغان مهاجرينو په وړاندې څه ډول خصومت په زړه کې لري ، داخو لا ړومبي پړاو دي چې له پاکستان څخه يې افغانان دپوليسو په کوتک دتورخم په پوله په څومره کړاوو راواړول ، داشرف غني دچرسي عسکرو وار او نوبت خو پاته دي ، چې هغوي به له مهاجرينو سره دلته ه داخل کې کوم ډول چلند اوکينه په پلان اوپام کې لري ؟