یو څوک چې خپله فساد وي آیا له هغه څخه د فساد د ختمولو تمه کیدای شي ؟

ليکنه ــ بدر منهاج

د روڼتيا نړيوال سازمان «ټرانسپرنسي انټرنېشنل» وايي چې په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ دوهم هغه هېواد دی چې په نظام کې يې زيات فساد شتون درلود سره له دې چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپلې انتخاباتي مبارزې په مهال وعده کړې وه چې د کارونو په سر کې به يې له فساد سره مبارزه وي خو د ده د واک په تیره یوه کلنه موده کې په ځای د دې چې فساد کم شي حکومت لا په فساد کې مخ ته تللی او د ۲۰۱۴ کال په پرتله یوه درجه پورته شوی او په فساد کې يې له دریم مقام څخه دویم مقام ته ارتقاکړې او خپل کړی يې ده .

اداري فساد لویه ګناه او د یوه نظام او یوې ټولنې لپاره د یوه سرطان حیثیت لري چې کرار کرار نظام او ټولنه کمزورې کوي ، ريښې يې پراخيږي ټول نظام او ټوله ټولنه نيسي او په نهایت کې يې د محوې او نابودۍ سبب ګرځي .

له فساد نه هغه څوک شاته کیږي چې فساد د یوې ګناه په توګه احساس کړي او داویره يې په زړه کې وی چې یوه ورځ به هم په دنیا کې او هم په اخرت کې د عدالت مخ ته دریږم او حساب به راسره کيږي .

که د کابل د ادارې په چارواکو او افرادو کې فکر وکړو چې څوک دي، څه ډول عقیده او سابقه لري او په افغانانو د دې ادارې په تحمیلوونکو او د تحمیل په انګېزې او هدف کې فکر وکړو نو په اسانۍ سره پوهيدلای شو چې له دې ادارې د فساد ورکیدل شوني نه دي.

څوک چې د فساد د ورکولو شعارونه پورته کوي دایوازې تشې د خولې خبرې دي ، سیاست پرې کوي او د ولس په سترګو ته خاورې شيندي .

یو څوک چې په بیروت کې له امريکايي پوهنتون څخه فارغه شوی وي ، میرمن يې عیسوۍ وي ، وخت يې په په امريکا کې تیر کړی وي ، له امریکایانو سره د مرستي لپاره هیواد ته راغلی وي ، د امریکا په سفارت کې ولسمشر ټاکل شوی وي ، له خپل دین څخه خبر نه وي ، د قیامت په ورځ باور نه لري او د افغانانو له قاتلانو او پخوانیو کمونستانو سره يې سازش کړی وي ، کمونستانو ته يې د واک اصلي ستنې سپارلې وي ، د هیواد سیمه ایزو غلیمانو ته سر په سجده پريوزي او لمن يې نيسي له هغه نه به څه ډول د فساد د ورکولو تمه وشي ؟.

یو نظام چې رهبري يې د لسګونو زرو افغانانو د قاتلانو په لاس کې وي ، له هغه نه به څنګه فساد ختم شي ؟.

یو نظام چې د وزارتونو په رأس کې يې له الله نه منکر ، د افغانستان د مؤمن ولس قاتلان دهریان او پخواني کمونستان قرار ولري څنګه به له فساد سره مبارزه وکړي ؟.

یو څوک چې د پرديو د ګټو د خونديتوب لپاره خپل وژني او زندانونه يې ترې ډک کړي ، تعذیبونه ،شکنجې او اوږده قیدونه ورکوي ، له هغه نه به څنګه د فساد د ختمولو تمه وشي ؟.

لنډه داچې یو څوک خپله فساد وي هغه به څنګه فساد له منځه یوسي ؟.

یو نظام چې د فساد د مخکښانو په لاس کې وي څنګه به له فساد نه پاک شي؟.

د افغانانو په حال دې الله ورحميږي ، هرڅوک د دې حقیقت شاهدان دي چې د کابل په اداره کې ډیر یو کوچنی کار هم د رشوت له ورکولو پرته نه ترسره کیږي .

له طالبانو سره د تړاو په شک یو څوک ونیسي ، دامنیت په نود او هفده ریاستونو کې يې ښه تعذيب کړي ، له تعذیب وروسته ښه ورته ثابته شي چې له طالبانو سره تړاو نه لري بیا يې هم دوسیه محاکمو ته استول کیږي او په هره محکمه کې د زرګونو ډالرو له ورکولو پرته برائت نه شي ترلاسه کولای او په محکمو يې هم کلونه وخت لګيږي.

ځمکې غصبيږي ، په قرار دادونو کې په میلونونو ډالرو اختلاس کیږي ، بانکونه په حرفوي ډول چور کیږي ، دندې په پيسو خرڅيږي . دا په افغانانو د حاکم فساد مشت نمونه خروار بیلګې دي.

فساد یوازې هغه مهال ورکیدلای شي چې له الله څخه د ویریدونکو ، د هیواد د رښتونو او متدینو بچیانو په لاس یو سوچه شرعي نظام په افغانستان کې رامنځ ته او د دیموکراسي په ځای اسلام چې د افغانانو یو ستر ارمان ده واکمن شي او بس .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button