خونکار « والي»

میوند سادات

نن داسي راپورونه خپاره شول چي دوې ورځي وړاندي د لغمان په قرغیو کي د والي جبار نعیمي وسله والو ولسي خلګ وژلي او ژوبل کړي دي.

دجبار نعیمي ددې عمل په عکس العمل کي خلګو لاریون کړی او داحتجاج په توګه یې د وژل شوو هیوادوالو جنازې د سړک پر غاړ ایښي وې، غوښتنه یې کوله چي ترهغو به جنازې دفن نه کړي چي والي(نعیمي) له دندي ګوښه شوی نه وي.

ولسي خلګو ته په داسي حال کي زیان رسیدلی چي د ولایت د مقام په مشرۍ وسله والو ځواکونو د مځکودغصب د مخنیوي کمپاین کاوه، خو ولسي خلګ وایې چي ولایتي اداره خپله په فساد کي غوپه ده.
دوالي ویاند سرحدي ځواک په سیمه کي د عیني شاهدانو او لاریون کونکو د اعتراضونو سره سره دا ادعا ءکړې چي خلګو ته د دوی دځواکونو له لوري نه بلکي د طالبانو په ډزو کي مرګ ژوبله اوښتې ده.

جبار نعیمي چي خوست کي والي ؤ، همالته هم خلګ ترې پوزي ته راغلي او په پرله پسې ډول یې د جبار د جبر پرضد مظاهرې وکړې، ناستې یې ترسره کړې، کابل ته یې پلاوي واستول، خو دډیرو منډوترړو سربیره هم تر ډيره د والي جبار له جبر څخه د خوست ولس خلاصون ونه موند.

ولي؟!

ځکه والي نعیمي د یرغلګرو ملاتړ درلود او لري،نو هرڅه چي وکړي څوک یې لاس نشي تاو ولای، بې خاره خپل جبر او ظلم ته دوام ورکوي.

د ۱۳۹۳ دوږي دمیاشتي په ۲۲مه د والي نعیمي چي هماغه مهال د خوست والي ؤ،ساتونکو د معارف ریاست یو مامور خانجان وواژه، والي پر نوموړی مامور تو رولګاوه چي سرتیری برید یې کاوه ، خو کله چي خلګو دخانجان جسد ولید نه وسله ورسره وه او نه چاودیدونکي توکي وسره وموندل شول.

نعیمي د اسلامي تعلیماتو سره سخته عقده لري، د شیخ زاهد پوهنتون کي داحادیثو دورې د بندیدو پریکړه یې وکړ خو محصلینو دوالي ددې پریکړې پرضد سخت مقاومت وکړ او داحادیثو دوره تر پایه پوري بنده نشوه.

وروسته نعیمي دخپلو پوهنتوني جاسوسانو په اشاره هغه محصلین چي داحادیثو ددورې د بندیدو پرضد یې مقامومت کړی ؤ د وحشت او جبر تور زندان ته واچول او تر یو کال، شپږ میاشتي پوري یې بیچاره محصلین دمبارکو احادیثو سره دمیني په جرم د جبر په زولنو کي وساتل.

نعیمي چي د محاذ ملي ددفتر اشپز ؤ د خلګو په غولو کي مهارت لري، ځیني ساده خلګ یې په غوړه ژبه خطاء کړي او خپل واکمني یې پرې ساتلې ده،دنعیمي بله دوه مخي داده چي ډبره غورځوي لاس تر شا نیسي، د ګل اغا شیرزي او پاچا خان ځدراڼ غوندي سپیره نه دی، د وژلو او ژړلو دواړو چل یې زد دی.

جبار نعیمي ژر ترژره باید خپل جبر ته د پای ټکی کښیږدي، کنه دولس د قهر څپاند ه طوفان به یې دولایت ماڼۍ ورړنګه کړي او جبار به له داسي ګړنګونو سره ووهي چي بیا یې خوله وازه نشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button