پت او امنیت په کمربند نه راځي

لیکنه: جاوید علي خیل

د دموکراسۍ نادودې روانې دي ،هره ورځ نوې نادره وینو او هره ورځ مو سرلوړی اولس د دموکراتانو د نوې سرکوزۍ او رسوایۍ شاهد وي.سیاسي نظام په شرعي مبنا د انسان د پنځ ګونو حقوقو په ساتلو مکلف بلل شوی دی، دین،نفس،عقل،ناموس/نسل او مال . خو دغربي دموکراسۍ نظام چې د اسلام د له منځه وړلو لپاره  رامنځته شوی دی، په دې ټولو برخو کې د ساتونکي نه بلکې د لوټونکي او له منځه وړونکي رول اداء کوي .

موږ شاهد یو له کومې ورځې چې زموږ په هیواد د بي بندوبارۍ دنظام سیوری خپور شوی دی، ورسره د افغان مؤمن اولس د  سر ، مال ، دین عزت، ناموس او عقل لوټل ، او تخریب هم پیل شوی دی ، له هغې ورځې بیا نه  د ولس سر په امن دی او نه هم مال ، په عزت او ناموس خو یې داسې نادودې لوبې وشوې چې شاید زموږ تاریخ یي مثال ونلري .

د ارګ چارواکي چې یو شمیر یي ځانونه اسلامپال اوپخواني مجاهدین هم بولي ، که له یوې خوا د غرب نظام او دموکراسۍ په رسمیت پیژني او واجب التعمیل یي بولي له بلې خوا بیا ددموکراسۍ د تخریبي  اغیز په وړاندې  د عزت ساتنې هڅې هم کوي ،دا نو داسې مثال لري  لکه څوچې په کوم خوړ  لوی د اوبو بند ورخلاص کړي او بیا یي د شګو په کوڼیو  مخه نیسې .

دموکرات خیلو  د انسان د سر ، مال اوعزت د ساتنې لپاره نازل شوي ټول شرعي حدود معطل کړي دي ، او بیا په  وقایوي هڅو،وعظونو او انساني کوششونو سره هڅه کوي چې  د خلکو د مال او عزت له لوټلو  وحشیان او داړه ماران راوګرځوي .

دموکرات خیلو له یوې خوا  زرګونو تبشیري موسسو ته په افغانستان کې دفعالیت اجازه ورکړې، له بلې خوا خلک له عیسویت څخه راګرځوي،له یوې خوا یې  دغلو، داړمارانو ، ټوپکیانو او قطاع الطریقو ډلو ته رسمي تشکیلات  او منصبونه ورکړي  له بلې خوا په ښاري سرویسونو کې د کیسه برۍ مخه نیسي .

له یوې خوا یي د طلوع  او خورشید  تیلویزوني کانالونو خوندې د فحشاء خپرولو اډې خلاصې کړي له بلې خوا بیا ملایانو ته وایي چې خلکو ته دجهاد په ځای د روا او ناروا خبرې بیان کړي .

د دموکراتانو په نظام کې که پخوا دخلکو یوازې سر او مال له خطر سره مخامخ و اوس یي  عزت ته هم جدي ګواښونه متوجه دي، هره ورځ د هیواد په لراوبر کې  په کوچنیو ماشومانو د جنسي تیریو خبرونه نشریږي،که پخوا به چارواکو په امنیتي کمربندونو  ځانونه ساتل اوس حالت دې ته رسیدلی چې د ښارونو ځیني ښځې اړې شوي دي چې په اوسپنیزو کمربندونو  له  شهواني سادیستانو څخه  ځانونه وژغوري ، هوکې هغه ښځې چې شرعي حجاب او چادري یې په خپلو اوږو پیټی باله اوس اړې دي چې د اوسپنې په کمربندونو  خپل ځانونه وساتي .

خو د بي حجابه  ښځو دغه وقایوي  کوښښ هم د عزت ساتنې په برخه کې  کومه نتیجه نه ده ورکړې بلکې لا یي  ښاري لنډغر تحریک کړي او د عزت لوټمارۍ ته هڅولي دي .

د غربي فرهنګ او دموکراسۍ معتقدین چې د عزت او ابرو د لیلام  پیغور یي ددې هیواد تاریخ ته پاته کیږي، باید په دې پوه شي چې که په خپله وحشیانه او بي بندوباره  تګلاره له سره غور ونه کړي  تردې زیاتې نادودې به ورپیښیږي .

دوی باید پوه شي چې که عزت  او امنیت غواړي نو عزت او امنیت په  امنیتي کمربند یا اوسپنیزکمربند نه راځي ، دانسان سر، مال او ابرو یوازې الهي قوانین خوندي کولای شي، که بازارۍ ښځه رښتیا غواړي چې  د ښاري لنډغرو لخوا یي  عزت ته په سپکه ونه کتل شي  نو باید شرعي حجاب مراعات کړي،کنه  د بي حجابۍ په صورت کې به  ورڅخه په هرحال د غربي ښځې غوندې د خوشګذرانۍ ملعبه او د تجاري تبلیغاتو وسیله جوړیږي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button