پاکستاني پولیسو د افغان مهاجرینو ژوند او خوب حرام کړی

(امت) پاکستانۍ اردو چاپ ورځپاڼه

ژباړه او لنډیز :  موسی فرهاد

   د پیښور د پیښي نه وروسته سمدستي پاکستاني پولیسو په ټول هیواد کې د افغان مهاجرینو په خلاف یو ډول نا اعلان سوي عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پوري جریان لري. افغان مهاجرین نیسي ، شړي یې او یا یې د ډېرو زیاتو پیسو په بدل کې پریږدی . د روح الله په نوم یو افغان چې له ۱۹۸۳کال راهیسي په لاهور ښار کې له قانوني اسنادو سره استوګن دی؛ پولیسو تر دوه ځله نیولو وروسته ۵لکه پاکستانۍ روپۍ ځیني اخیستي .

 افغان طالبانو دا عمل ناوړه بللی او دا یی د دواړو هیوادونو د ولسونو په زیان بللی دی. همدا راز نورو افغاني جهتونو هم دناخوښۍ سخت رد عمل ښودلی دی .

د پاکستاني حکومت له لوري د تروریزم د له منځه وړلو او په هیواد کې د اصلاحاتو راوستلو په منظور د جوړ سوي فلان ( نیشنل ایکشن پروګرام) په تعقیب پاکستاني پولیسو په ټول ملک کې لومړی د افغان مهاجرینو پرخلاف آپریشن پیل کړ. او د خلکو ژوند یې حرام کړ. راجستر او غیر راجستر افغانان نیسي ، ځوروي یې ، په زور او ظلم یی ایستلوته اړباسی او یا یې هم د زیاتو پیسو په بدل کې پریږدي او په بل ځای کې بیا نور پولیس همدا معامله ورسره کوي . تراوسه په زرګونو افغان مهاجرین په سختو مشکلو شرایطو کې له پاکستانه په زور شړل شوي دي .  په داسی حال کې چې د حکومت له لوري د مهاجرینو د بیا ستنیدو په اړه هیڅ ډول پالیسي یا لایحه عمل نشته. د پولیسو دا ډول ظالمانه کړنو ټول افغانان خصوصاً افغان طالبان او نور افغاني جهتونه سخت ناراضه کړیدي.

  سرچیني وایی چې په افغانستان کې د ادارې  د بدلیدو سره پاکستان ته خورا ښه مواقع مهیا و ، مګر د ناڅرګندو دوښمنو لاسونو له امله هرڅه په اوبو لاهو کیږي.  د لسیزو لسیزو افغان مهاجرینو کوربه توب چې باید په باعزته طریقي سره پای ته رسول شوی وای ؛ په ډېر بد شکل خپل دوستان دښمنان کوي . چې د حکومت په وړاندي دا یوه غټه سوالیه نښه ده . له بل پلوه د بشري حقوقو سازمان هیومن رایټس واچ او نورو ټولو د مهاجرینو روانه ځورونه په کلکو ټکو غندلي .

  امت ته را رسیدلي معلومات ښيي چې د مهاجرو پرضد د پولیسو دغه عملیات په خیبرپختونخوا ، پنجاب ، کراچۍ او د ملک په نورو برخو کې زیات روان دي او خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي . پر لارو او سړکونو مزدوري کوونکي ، افغانان او په کورونو کې دننه نیول کیږي ، پولیس یې خپلو امنیتي پوستو (تهانو) ته په زور بیایی ، په یو بل نوم یی زوروي او پیسی تري اخلي چې نه وي ورسره په زوره یی له وطنه پسی اخلي . دا ډول شکایتونه بیخي عام دي .

په لاهور کې د روح الله په نوم یو افغان مهاجر (امت) ته وویل :  د ده کورنۍ له ابتداء څخه په پاکستاني اسنادو دلته راجستر ده . پلار یې په ټاؤن شیپ کې د کورنو سامان آلاتو یو دوکان لري چې په قسطونو باندي پیر و پلور کوي . روح الله وایی چې ده هم په اچهره نومي بازار کې دا ډول دوکان خلاص کړ ، او څه دپاسه ۹سوه لکه پاکستانۍ کلدارو سرمایه یې په کار واچوله . مګر د پیښور له پیښې نه څلور ورځي وروسته د اچهره پولیسو هغه ونیوی او تاڼي ته یی له ځان سره یوووړ. څوک ورباندي خبر نه وو له پوښتنو وروسته معلومه سوه چې پولیسو وړی ، پلار یی د خلاصولو په منظور هلته ورغی ، پولیسو هغه هم له ځان سره کښیناوه . دشپي یې پرکور چاپه ووهله او د نوموړي دوه نور وروڼه یی هم له ځان سره بوتلل . خو څو ورځي وروسته یې د یولک شل زره روپو په بدل کې خوشي کړل . دوی بیر ته ټاؤن شیپ ته ستانه شول ، درې ورځي وروسته بیا د ټاؤن شیپ تاڼي پولیسو هغوی ونیول او د هغه بلي تاڼي په اندازه پیسي یې ځیني وغوښتلي . لنډه دا چې روح الله وایی په یوه میاشت کې دننه دننه پولیسو ۵لکه روپۍ راځيني واخیستي .  کاروبار مې بند دی . په داسی حال کې چې پاکستاني اسناد شناختي کارتونه او نور ټول اسناد راسره شته ، له ۱۹۸۳کال راهیسي دلته میشت یو ، هیڅ ډول مقدمه یا کیس راپسي نشته . روح الله وایی دا یوازي زه نه یم ، بلکي په لاهور کې میشت د هر افغان مهاجر دغه حالت دی . داچې اسناد لري دومره په عذاب کې دي ، او چې نه یې لري ؛ د هغوی حال خو بیا نور هم تباه وبرباد دی .

  همدارنګه په آزادکشمیر کې د ګل پذیرپه نوم یو افغان مهاجر وایی چې پلار یې هم دلته واده کړی او ده خپله هم له یوې پاکستانۍ میرمني سره واده کړیدی . مګر سیمه ایز حکومت او پولیسو د مهاجرت په ګناه د هغوی ژوند او خوب حرام کړیدي . دارنګه دردوونکي داستانونه په کراچۍ ، بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې خورا زیات دي . ولي په خیبر پښتونخوا کې خو بیا افغانان له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ دي . د پاکستان د حکومت له خوا ورکول سوي اسنادو سره سره بیا هم د کروړونو روپو کاروباري افغانان هم نه بخښل کیږي .

 امت ته د رارسیدلو معلوماتو په حواله ، د 2015 په لومړۍ یوه نیمه میاشت کې د طورخم له ګیټ نه ۳۵زره افغان مهاجرین په زوره په داسی حال کې شړل شوي چې هیڅ ډول قانوني او اداري مراحل یې طی شوي نه دي . نه یې د نړیوالو ادارو لخوا هلته د اوسیدلو کوم پلان په پام کي نیول شوی او نه یې د پاکستان حکومت په ډیپوټ کولو کې کوم قانوني اقدام کړیدی ، او نه یې له هغه بودیجي ورته څه ورکړي چې لا له پخوانه د ځینو بین المللي ادارو لخوا منظور شده وو. د سرحدي ګیټ پوري غاړي ته په یو وران پنډغالي کې مهاجرین راټولیږی چې اکثره یې د خوراک ، څښاک لپاره دوه وخته څه نلري .

  د روح الله پلار امیرخان له امت سره په خبرو کې وویل : په ۱۹۸۳کال کې نوموړی پاکستان ته په لڅو پښو په تیښته راغلی ، اوس داسی ښکاري چې بیرته به خپل وطن ته په همغه بڼه ځي ، په ظاهره خو داسی ویل کیږي چې خپل وطن ته لیږل کیږی ، مګر زه وایم چې له خپله وطنه په زور شړل کیږم .

 له بل پلوه په اسلام آباد کې د افغان سفارت یو چارواکی وایی چې له دې تشویش نه یې ټول پاکستاني چارواکي په وار وار خبر کړی ، مګر د هغوی جواب دا وي چې دا ډول هیڅ اپریشن وجود نلري ، حالانکه روزانه له ۳ څخه تر ۴ سوه پوري کورنۍ د پولیسو له لاسه په زور ایستلو ته اړ وي .

 دغه چارواکي زیاته کړه ، پولیس یوازي دا نه چې افغانان بندیانوي ، په زور پیسې تري اخلي ؛ بلکي وهل ټکول هم ورکوي ، چې دا ډېره د افسوس خبره ده .

امت د موضوع په اړه د افغان طالبانو له ویاند نه خپل موقف وپوښتی چې هغه په ځواب کې وویل ، موږ لا مخکي په خپله رسمي اعلاميه کې پر دې عمل ډير تشویش څرګند کړی . د طالبانو په اعلامیه کې راغلی وو :  د یوې میاشتي راپه دېخوا د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو خصوصاً په خیبرپختونخوا کې په مسلسله توګه د پولیسو له لوري افغان مهاجرین نیول کیږی ، ځورول کیږي ، پیسې تري اخیستل کیږی او په ناقانونه توګه په زوره شړل کیږي. په داسي حال کې چې له امنیتي پیښو سره د افغانانو هیڅ اړه نشته. له دریو لسیزو راهیسي افغانان په پاکستان کې په سولییز ډول آرام ژوند کوي ، له اکثرو سره یې قانوني اسناد موجود دي . د دواړو عامه ولسونو په خیر کې دا ده چې د اسلامي ورورګلوي ، ګډ ثقافت ، او تاریخي اړیکي نوري هم له یوبل سره ټینګی وساتي . د پولیسو لخوا د افغانانو ځورول د دواړو ولسونو ترمنځ کرکي او نفرتونه پیدا کوي . نو پکار دا ده چې ژره تر ژره دې دا ځورونکي سلسله بنده شي ، پولیس او امنیتي ځواکونه دې له دې کاره منع کړای شي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button