په سوریه کې دایران الوتکه نسکوره شوې

دایران دجاسوسۍ یوه ستره الوتکه دسوريې په درعا کي لوېدلې ده.

سوري فعالانو ویلي، چي دغه الوتکه وړمه شپه دصنمین ښار په جنوب کي دیوه کور په سر لوېدلې ده، چي په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.

ویل شوي، چي ددغې ایرانۍ الوتکي په مټ درژيم دمخالفینو دمرکزونو عسکونه او جاسوسي کېدله اوبیايې په مرسته درژيم الوتکو په هغو سیمو بمباري کوله.

دا په یوه اونۍ کي دريمه الوتکه ده، چي په سوریه کي نسکوريږي، څو ورځي وړاندي په ادلب ولایت کي یوه چورلکه وویشتل شوه او نسکوره کړای شوه، چي پيلوټ او پکي سپاره ټول کسان یې ژوندي ونيول شول، له دې وروسته یوه بله الوتکه په لاذقية کي نسکوره کړای شوه.

دسوريې دبشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چي په دمشق، حمص، ادلب، درعا، لاذقية، دیرالزور اوګڼو نورو سيمو کي درژیم او مخالفینو ترمنځ سختي جګړې رواني دي،چي دواړو لوریو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده.

دیاوني وړ ده، چي دسوريې په څلور کلنه جګړه کي له ۳ لکو زیات کسان وژل شوي او تر ۱۵ لکو ډیر کسان ټپیان شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button