کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه ۴ توغندي لګېدلي

عزم : (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه ۴ توغندي په داسې حال کې لګېدلي چې پارلمان ته لوړ پوړي امنیتي چارواکي په لاره وو.
کابل کې د کورینو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي ، بریدونه شوي چاته زیان ندی اوښتی په دې اړه پولیسو څېړنې پیل کړي.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی.
طالبانو په خپل ویب پاڼه لیکلي، نن سهار د کابل ښار دارالامان سیمه کې د پارلمان ودانۍ ورسره نیږ دي په مهمه نظامي قرارګاه د مجاهدینو له لوري ګڼ توغندي ویشتل شوې.
طالبان وایي، توغندي په هدف لګېدلي او دښمن ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي.
اصف افغان