هغه ګل چې تر سپړیدو وړاندې پاڼې پاڼې شو…!

د ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان د شهادت په مناسبت:

عبدالرحيم (ثاقب)

نن سهارمي د خپلې فیسبوک پاڼې له پرانستلو سره سم د محترم ورورعبدالواحد (ریان) لخوا پردې شیرکړي خبرسترګې ولیګیدې چې لیکلې يي و: ((د ګران ورور د قلم او ژبي د تاند او نه ستړي کيدونکي مبارز بشير احمد ريان Basher Ahmed Rayan د شهادت مبارکي د حق د لاري ټولو لارويانو ته وايم. د جنازي مراسم به يي نن دوشنبه د ميلادي کال د مارچ د مياشتي اته ويشتم تاريخ ماسپښين دري بجې د هجرت د ديارد باي پاس په هدير کي تر سره کيزي…))

سره له دې چې مونږ په خپل ویرځپلې هیواد کې د وحشي اشغالګرو او د هغوی د بي مروته ملګرو له لاسه هره ګړۍ د دغسي یوه ناڅاپه ځورونکی خبر شاهدان ، او هره ورځ د خپلو وروڼو او خوږو ملګرو د شهادت ، اسارت او یاهم ټپی کیدو خبرونه اورو ، خو د شهید بشیر احمد (ریان) د شهادت خبر لیدو سخت متأثر کړم.

له دې سره سم مي د ځوانیمرګ شهید د ماشومتوب معصومانه خاطرې او زما د قرآن کریم په حلقه کې د ده د خواږه تلاوت آوز د حافظې په سکرین را وګرځیدل …

تر کومه چې شهید بشیر احمد ریان ما پیژاند نو هغه كه څه هم د عمر په لحاظ کشر خو له خپل محیط سره د تعامل په لحاظ د ډیرې لويې مفکورې او عالي اخلاقو څښتن و، با وقاره متدین او زاهد ځوان و، د ژوند ټول کړه وړه یې د خپل والد انجنیرعبدالله ګل (ریان) صاحب د سنګینو اخلاقو، رشادت او مبارزې ښکاره تمثیل و.

نوموړی په خپل کور ، خپل کلي ، خپل ښونځي او بیا پوهنځي کې یو محبوب القلوب انسان و .

شهید بشیراحمد د خپل ځوریدلی ولس لپاره د یوه سوکاله مستقبل آرمان درلود ، نوموړی د همدي آرمان پوره کولو لپاره د شهید حبیب الرحمن په لیسه کې خپلې زده کړې پوره او بيا د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته شامل شو، د تحصیل په مهال يي خپل ټول شوق او ذوق له مطالعې ، لیکنې او تحقیق سره و.

شهید بشیر له لیکوالې ، خبريالي او ادبې هلوځلو سره ځانګړې مینه لرله .

نوموړي په همدې کشرعمر يو زيات شمير علمي ، تاريخي او تحقیقي آثار ژباړلي او چاپ کړي دي .

همدا راز په تحصیلي دوران کې له خپلو نورو پوهنتوني ملګرو سره په ګڼو فرهنګي ادبي او ژورنالیستیکي نشاطاتو بوخت و. له هغه سره که ژوند وفا کړې وای نو دی به هم د پښتني ادب او هنر د هسکو ستورو ګل پاچا الفت ، رشاد بابا او علامه حبیبې د علمي ګلبڼ یو نوی غوړیدلی ګل وای …

خو د علامه اقبال د وینا له مخې چې وايي ولسونه د شاعرانو او ادب مینانو په ضمیر کې زیږي خو د سیاستوالو په لاس مري … شهید بشیرهم د علمي تقدیرپه ځای د مزدورو او پردي پالو سیاستوالو لخوا د وحشت ښکار او په مظلومیت شهید کړای شو.

نوموړی د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تر ټولو وتلی اخلاقي محصل و چې د درېیم کال د وروستۍ ازموينې په ورځ امنیتي ځواکونو د پوهنتون له انګړه یوووړ او تر دری میاشتني اسارت وروسته یې په وحشیانه ډول په شهادت ورساوه.

د ادب روزونکي کندهار په یوې اکادیمیکې مؤسسې کې له محصل ، لیکوال اوژورنالیست محصل سره د بي مروته جاهلو چارواکو دا ډول وحشیانه کړه وړه څرګندوي چې هغوی نه علمي او اکادیمیکي ارزښتونه پیژني ، نه ورته په اهمیت قائل او نه غواړي چې په دې مؤسسو کې د شهید بشیر په څیر ويښ او علمي تاند کدرونه وروزل او وپالل شي.

په هرصورت : خون ناحق دست ازدامان قاتل برنداشت ديده باشي لكه هاي دامن قصاب را

زه په داسې حال کې چې د شهید بشیراحمد ریان درنې او علمي کورنۍ ته د ځوانیمرګ شهید د مظلومانه شهادت مبارکي وایم له هغوی سره په دې ویر کې ځان شریک ګڼم ، ځوانیمرګ شهید ته د قبولیت او جنت الفردوس آروزو لروم او بازماندګانو ته يي جمیل صبر او نعم البدل له الله تعالی څخه غواړم .

د شهید بشیر احمد (ریان) د قاتلینو مخ دې تور وي …

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button