په فاریاب او زابل کې نږدې لسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي دي

عزم(سه شنبه، اتمه، ۱۴۰۲): د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دوو لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د ښوونځي دوې ودانۍ رغول شوي دي.
ددې ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې نوموړي ښوونځي په دولت اباد او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه ښوونځي د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۱۱میلیونه افغانیو په ارزښت د اکتید دفتر د کلیو د پراختیا پروګرام له لارې جوړ شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د زابل ولایت چارواکي خبر ورکوي، چې ددې ولایت په څو ولسوالیو کې تر اوو ښوونځي جوړ شوي دي. پوهنې ریاست مسولین وايي، چې په مرکز او ولسوالیو کې د یونېسف موسسې له لوري د ۷۰ زره ډالرو په لګښت د اوو ښوونځیو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د مسولینو په وینا؛ دغه ښوونځي د مرکز په ګډون په شاجوي، میزانه او شینکۍ ولسوالیو کې بیا رغول شوي دي او ددې ولسوالیو هلکان او نجونې به پکې زده کړې کوي.
هېره دي نه وي چي دوه ورځې وړاندې هم یونیسف په لغمان او پکتیکا کې د اوبو رسونې څو شبکې ګټې اخیستنې ته سپارلې وې. د یونیسف په حواله چې د دواړو ولایتونو سلګونه کورنۍ یې د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمنې کړي دي.