طالبانو ۱۳ پوستې او پراخي سیمي نيولي

طالبانو ویلي، چي تیره ورځ يې دهیواد په بېلابېلو سیمو کي دجګړو په ترڅ کي ۱۳ پوستې او پراخي سیمي نیولي او لسګونه عسکر یې وژلي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي دکندز ولایت اړوند دګورتېپې، امام صاحب، قلعه زال، علي اباد، دبغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ، دسرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ او نورو سیمو کي ۱۳ پوستې نیولي، له ۲۰ ډیر کلي يې له عسکرو څخه پاک کړي، ۱۳ ټانګونه او رنجر او په زرهاوو عده پوځي مهمات يې نیولي دي.

نوموړي ویلي، چي دعزم دعملیاتو په ترڅ کي يې دتیري ورځي په جګړو کي دیوشمېر قومندانانو په ګډون لسګونه پوځیان او پولیس وژلي دي.

طالبانو ویلي، چي تیره ورځ يې دکندز مرکز ته څېرمه دګورتېپې سیمه په بشپړه توګه نیولې ده، په دې برسېره يې په علی اباد ولسوالۍ کي ۴ پوستې ونیولې او په امام صاحب ولسوالۍ کي دپراخو سیمو تر نیولو وروسته طالبان دامام صاحب مرکز ته ننوتلي او اوس هلته سخته جګړه روانه ده.

تیره ورځ دامام صاحب ولسوال وویل، چي له هغو ۵۰۰ عسکرو سره يې اړیکه شلېدلې، چي په دغې ولسوالۍ کي له طالبانو سره په جګړو بوخت وو.

تیره ورځ دبدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کي داحمدضیاء مسعود په غونډه او چورلکه هم برید وشو، چي په ترڅ کي يې دهغه ۷ ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښتله.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعزم دعملیاتو په ترڅ کي دوروستیو بریاوو دیادوني په څنګ کي ویلي، چي عسکر او ټول هغه کسان چي دکابل په حکومت کي کار کوي باید حقائق درک او له خپلو دندو لاس په سر شي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button