په افغانستان کې د تبشیر نوې پراخه څپه

لیکنه : محمدشفیق صادق

تبشیري پالیسي  د اسلامي نړی د مسیحې کولو او یا له اسلام څخه  د  بیلولو  هغه پالیسي ده چې  اروپایانو له (۱۵) مې پیړۍ راپدې خوا  د نړي په ګوټ ګوټ کې کار پرې کوي ، خو په  (۱۹) او (۲۰)  میلادي پیړۍ کې تبشیر د اسلام دښمنۍ یوه ښه وسیله شوه  چېد لویدیځ د  کلیسا واکمنو د نورو اسلام دښمنه کړیو په ملګرتیا  د اسلام سره د مقابلې او له منځه وړلو  په موخه  ، په مختلفو بڼو په روانه ساتلې وه  ، د دې پالیسې موخه دا وه چې مسلمانانو په لومړي مرحله کې د اسلام ددین  د حقانیت په برخه کې  شکمن  او  متردد کړي  بیا   ترې داسې څوک جوړ کړي چې له اسلام سره یې تړاو وشلیږي

د کار څرنګوالئ

په تیرو پیړیو کې دا کار د عیسوي مبشیرونو لپاره ډیر ستونزمن ؤ ،   دوی به لومړي ځانونه د مسلمانانو په بڼه جوړول ، د هغوژبه به یې زده کوله ، د دین ډیر مسائل به یې زده کول ، او تر ټولو دا چې په پښو به  کلي په کلي ،ښار په ښار ، او مدرسه په مدرسه ګرځیدل ، له همدې امله دوی  به له ستونزو سره مخ ؤ ، خو په مستعمرو سیمو  کې یې بیا کار ښه پرمختګ کاوه .

د همدې تبشیر په مټو ،د افریقا لویه وچه ، هندوستان ، جنوبي اسیا ، تر دې چې تر فلیپین او کوریا پورې عیسویت خپور شو ، او په اسلامي هیوادونو کې یې  ارتداد ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

په افغانستان کې  د مبشیرونو فعالیتونه  دانګریزي  استعمار د راتګ سره سم پیل شول ، داچې متأسفانه افغانستان په تیرو دوو پیړیو کې د کورنیو اغتشاشونو او د انګریزي استعمار سره لاس او ګریوان ؤ حکومتونه  او لیکوالان ندي توانیدلي په دې اړوند کره لیکنې ولري  ، خو  موږ ته ډیر داسې حکایتونه را روایت شوي چې ځینو انګریزانو ( مبشیرینو )به د ملایانو ، پیرانو او مجاورانو په جامو کې په ځینو سیمو کې د خلکو تر منځ کار او ژوند  کاوه …

نوی تبشیر

خو د علمي پرمختګونو او د وسائلو د آسانتیاؤ په برکت د تبشیر کار آسانه شو ، او مبشرین پرته له دې چې د پخوا په شان د ملایانو او پیرانو په جامو کې په کلیو او مدرسو وګرځې د مؤسساتو ، پروژو ، سیمینارونو او ورکشاپونو له لاري . په تیره بیا د فس بک ، ټویټر ، انټرنټ او رسنیو  په واسطه یې   فعالیت پیل کړی دی .

دوی په لومړي سر کې هغو کسانو ته د اسلام په هکله شکونه پیدا کوي چې د اسلام څخه کافی معلومات نه لري ، هغوی ته له یوې مرحلې وروسته په همدې برخه کې روزنه ورکوي ، تر څو دوی په خپله د افغانانو تر منځ دا کار په غاړه واخلي ..چې همدا اوس  په مختلفو بڼو دا فعالیتونه د ځینو مؤسساتو او ټولنو له لوري په مخ روان دي ..

په افغانستان کې د تبشیریانو د جګړې ډګرونه

د تیرو او روانو بې ثباتیو او جګړو څخه په ګټه اخیستنه  په افغانستان کې  د کلیسا تبشیري لویې ډلې د خپلو لویدیځوالو فوځونو او پراخو مؤسسو په مټو توانیدلي چې ګڼ کسان د خپلو موخو ښکار کړي ، چې ځینې خو یې په تیرو کلونو کې د مسیحیت تر اعلان پورې هم ورسیدل ، چې اوس بیا همدا افغاني مینځل شوي مفکرین  د  پیسو په مقابل کې د انجمنونو ، مدني ټولنو ، او نورو خیریه مؤسسو په نوم همغه کار کوي چې  تبشیري مؤسسې او دلې ورته   لارښوونه کوي.

په افغانستان کې مبشرین په لاندې ډګرونو کې زموږ په خلاف خپله جګړه په مخ بیایی :

۱- د حجاب په خلاف جګړه

دوی دا جګړه له چادري راپیل کړي ، او د افغاني ښځې تر پوره بې بربنډولو به یې پرمخ بیایی   چې تیرو دوو میاشتو کې د چادري   په سر کولو ، او د نقابونو په مسخره کولو کوڅو او بازارونو ته راووتل …تر څو د حجاب اهمیت راکم او افغاني ښځې له خپل کلتور څخه را وباسي ..

۲- په دینې مدرسو او دینې مرکزونو بریدونه

ددې لپاره چې دینې مراکز ، مدرسې او دار الحفاظونه له منځه ویسي ، او یا یې په ټولنه کې رول راکم کړي ، نو دا مرکزونه د ترورم په نوم ، د بد اخلاقي په نوم او داسې نورو نومونو تورن کوي ، تر څو یې  اهمیت راکم ، په خلکو کې منفور او بیا یې له منځه ویسي .

۳- د دینې علماؤ بدنامول

د دین علماء د دیني پوهې له امله په تولنه کې د دین د رسولو ، بیانولو او خلک پرې پوهولو اساسي مراجع دي ، دوی دینې علوم لوستي او دنده لري تر څو همدا دینې علوم خلکو ته ورسوي ، او خلک ددین په احکامو اوامرو او نواهیو پوه کړي ، خو ددې لپاره چې د عام اولس  له دین سره فاصله پیدا شي ، له دین څخه ناخبره واوسي ، دوی هڅه کوي دیني او مذهبي مشران د خلکو په وړاندي بدنام ، او ناوړه معرفی کړي ،خبرې یې دروغ او وینا یې بي ګټې وښېې . دینې او مذهبي مشران او علماء د ترورایزم په  ملاتړ  بدنام کړي، داسې یې خلکو ته معرفي کوي چې همدا علماء د ترورزم په ترویج کې لاس لری.

۴- دینې مقدسات او مذهبي ورځې بي اهمیته شول

ددوی جګړه په پاسنیو ډګرونو کې نه تم کیږي ، دوی په دینې مراسمو ، لکه حج کول ، روژه نیول ، زکات ورکول ، د اخترونو قربانیو هم نیوکې کوی ، او خلکو ته داسې فکر ورکوي چې ګواکې دا ملایانو د خپلو ګټو په موخه رامنځ ته کړي  او کومه ګټه نه لري ، له همدې امله هڅه کوی خلک د حج او عمري له اداء کولو را وګرځوي ، د روژي نیول ورته بي اهمیته کړي ، د اختر ‌‌ذبحه  ورته ظلم معرفی کوي .

۵- له اسلامي امت او اسلامي تاریخ  څخه بیلول

تبشیري ډلې د خپلو سیکولر ډلو په ملاتړ غواړي افغانان له نور اسلامي امت څخه را بیل کړي تر څو کمزوري او د اسلام سره یې تړاو وشلیږي، بیا یې په خپلو منځونو کې یې به قومي او ژبنیو اختلافاتو کې راګیر کړي د اسلام سره تړاو ورته یو بهرني تړاو معرفی کوي ، هڅه کوي چې دوی ته دا وښیی چې اسلام خو عربو راوړي او دا یو پردی او د عربو دین او کلتور دی ،اسلامي تاریخ ورته بهرنی کلتور معرفی کوي له همدې امله کله ورته د آریایانو جشنونه جوړوي ، او کله هم د زدشتیانو ..

۶- د اسلام په ځینو لارښوونو ملنډې وهل

ددې لپاره چې اسلام د خلکو په اذهانو کې بد او کمزوری معرفی کړي ، د اسلام په ځینو احکامو او قوانیو نیوکې کوی او ملنډې پري وهي ، له دې جملي څخه د د جهاد په هکله ناوړه تبلیغات کوي ، او جهاد یو ناروا، د وینو تویلو ، او ورانۍ عمل معرفی کوي تر څو په دې ډول د جهاد موضوع د خلکو په وړاندې بي اهمیته ، او استعمارګران وکولای شي په آساني په افغانانو خپل واک ټینګ او د تل لپاره مستعمره کړي ، همدا شان د قصاص ، او حدودو په اړوند هم خلکو ته شکونه پیدا کوي

۷- د متشابهاتو او عقیدوي مساېلو  راوړاندې کول

په قرانکریم کې ځینې آیتونه صریح بیان لری او په آسانی یې مطلب اخیستل کیدای شي خو ځینې بیا داسې ایتونه شته چې د معنی په هکله یې مفسرین یوه خوله ندي ، چې دې ته متشابهات وایی ، دوی دا ایتونه د عامو مسلمانانو په وړاندې چې اصلا له اسلام څخه کامل معلومات نه لری د بحث لپاره وړاندې کوي  بیا پکښې خپل د خوښې تعبیرونه او تفسیرونه کوي چې کله هم د اسلام احکام خلکو ته غلط معرفی کوي ،همدا شان ځینې عقیدوي مسائل چې په پنځو حواسو نه لمس کیږي ، د شک اچولو په موخه د بحث لپاره راوړاندي کوې لکه د جنت او دوزخ ، د قبر عذاب .. ملائکې او داسې نور بیا پکښې خپل تأویلات کوي ..

دا او داسې نور فعالیتونه همدا اوس د تبشیري ډلو له لوري روان دي ، کیدای شي ، افغانان ددې خلکو اصلي څیرو او موخو ته متوجه او ددوی په اصلي موخو پوه شي .

له ژمن ويب پاڼې نه په مننه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button