د حديثو نبويه و د کتابونو طبقې

د صحت، شهرت، او قبوليت په اعتبار سره د حديثو ټول کتابونه علماؤ په څلورو طبقو کې ويشلي دي
لومړې طبقه: پدې کې درې کتابونه دي : ١- موطا امام مالک ٢- بخاري ٣- مسلم .
بيا په دې درېو کې هم د مراتبو توپير دى د امام مالک موطا ام الصحيحين دى ددې شهرت تردې اندازې رسېدلې دى چې د امام مالک (رحمه الله) څخه په زرګونو خلکو ددې روايت کړې دى ګويا صحيحين په کثرت احاديثو کې د موطا امام مالک لس چنده دى.
ليکن هغوى د روايت طريقه د رجالو تميز د اعتبار او استنباط لاره د موطا امام مالک څخه اخستې ده . په هر حال پدې درې کتابونو کې موجود احاديث اصح الاحاديث دي.
دويمه طبقه: دې طبقه کې هغه کتابونه شامل دي چې حديث يې په صحت او قبوليت د صحيحينو په درجه کې نه دي ليکن هغوى ته نږدې نږدې ضرور دي د مثال په توګه: جامع ترمذي، سنن ابوداؤد او سنن نسائي. ددې کتابونو مصنفين په ضبط او عدالت حفظ او اتقان کې مشهور دي.
ابن الاثير ددې شپږو کتابونو د ډاډ وړ شرحې ليکلې دي دوى مخکينې شپږ کتابونه په صحاح ستة و کې ګرځولي دي او ابن ماجه يې د صحاح ستة و څخه ويستلې دى او دا د ده حق هم دى.
شاه ولي الله (رحمه الله) فرمائي چې مسنداحمد هم د دوهمې طبقې کتاب دى او ابن ماجه هم په دې طبقه کې شمار کېدى شي.
درېمه طبقه: دې طبقه کې هغه کتابونه دي چې مصنفين خو يې په خپله د علم ، عدالت او ضبط و اتقان کې مشهور دي مګر دوى يې د صحت پابندي نه ده کړې پدې طبقه کې مسند شافعي، مسند دارمي ، سنن ابن ماجه ، مسند ابو يعلي ، مصنف د عبدالرزاق ، مصنف د ابي بکر ابن ابي شيبه، کتابونه د طحاوي ، او تصنيفات د طبراني او نورو دي.
څلورمه طبقه: دې طبقه کې هغه حديثونه دي د کومو چې په پخوانيو پېړيو کې نوم او نخښه نه وه مګر متاخرينو د هغې روايت کړې وي.
دا حديثونه د دوو حالتونو څخه خالي نه دي: يا خو متقدمينو ددې حديثو د لټولو با وجود د هغوى کوم اصل ته نه دي رسېدلي ؛نو له همدې امله يې پرېښودې دي او يا يې اصل ؤ مګر د علت او نکارت له امله يې هغه حديثونه پرېښودې دي په هر حال ددې طبقې حديثونه د باور وړ نه دي.
په دا ډول حديثونو چې کوم کتابونه ليکل شوي دي په هغې کې دا کتابونه ډېر مشهور دي:
الکامل لابن عدي ، تصانيف د ابن مردويه، تصانيف د خطيب، کتاب الضعفاء د ابن حبان ، کتاب الضعفاء للعقيلي، تصانيف د حاکم ، تصانيف د ابن شاهين او نورو.
د علامه جلال الدين سيوطي (رحمه الله) د کتاب اساسي سرچينه همدا کتابونه دي .
ده په خپلو کتابونو او رسالو کې ددې کتابونو د احاديثو څخه استدلال کړې دى په وچو او لمدو کې يې ډېر کم توپير کړې دى.
له همدې امله دحديث په روايت اوداستنباط او استدلال لپاره پدې کتابونو چندان باور کول نه دي پکار .
ماخذونه۱ : د فتح الملهم مقدمه صــ۱۰۵، عجاله نافعه لشاه عبدالعزيز رحمه الله صـ ۵، المنهج القوي صـ۹۴.
ترتيب م سميع الحق حماس