رياض: په پوليسو د بريد طراح نيول شوی
(۰۸ غويي ۹۴ عزم ) د سعودي د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې هغه تورن کس چې د اپريل په لومړيو کې يې په رياض کې د پوليسو دګزمې په يوه موټر دبريد پلان جوړ کړی و نيول شوی دی
دغه تورن کس چې نواف بن شريف بن سمير العنزي نوميږي د سعودي عربستان له خوا يې په نيولو يو ميليون سعودي ريال جايزه اعلان شوې وه.
دسعودي د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي چې تورن کس هغه وخت ونيول شو چې دده له نورو نيول شويو ملګرو يزيد بن محمد او عبدالرحمن ابونيان څخه يې د تحقيقاتو پرمهال مالومات راټول کړي وو چې په مرسته يې نن (سه شنبه) د عملياتو په نتيجه کې نواف بن شريف بن سمير العنزي د پوليسو له خوا په خپل کور کې محاصره شو ،نوموړي د ځان دخلاصون له پاره په پوليسو ډزې وکړي خو پوليس يې په نيولو بريالي شول.
عبداللطيف نظيف