د بهرنیو چارو وزارت: له پرله پسې هڅو وروسته وتوانیدو چې په سوډان کې بند افغانان راوباسو

عزم(چهارشنبه، غوایي شپږمه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له نورو هیوادونو سره د یاد وزارت په نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې وتوانېدل چې په خرطوم کې بند افغانان وژغوري.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي: د دې وزارت په پرلهپسې هڅو او د سعودي عربستان په همغږۍ په سوډان کې د بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه له دې هېواده وایستل شوه.
د ښاغلي بلخي په خبره دغه افغانان، د سعودي عربستان جدې ښار ته لېږدول شوي او په خبره یې په لنډه موده کې به خپل هېواد ته ستانه شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اعلامیه کې همداراز له ریاض د یادې همکارۍ په باب مننه کړې چې په ځواب کې یې ریاض ویلي چې دوی به خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې پاتې بند افغانان به هم په نږدې راتلونکي کې راووېستل شي.