په سوډان کې د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم یو ځل بیا په یاد هیواد کې جګړو زور اخیستی دی

عزم(جمعه، غوایي اتمه، ۱۴۰۲): رسنۍ وایي چې د اوربند د پای ته رسېدو په ورستیو ساعتونو کې په پلازمېنه خرطوم کې د ښکیلو غاړو تر منځ شخړو لا زور اخیستی دی.
د رسنیو له قوله چې د اوربند له پای ته رسېدو سره د سوډان پوځ د ملیشه ځواکونو څو ستراتیژیک ځایونه بمبار کړي دي.
ویل کیږي له کله چې په سوډان کې د پوځ د مشر عبدالفتاح او برهان او د ملېشه ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوي، څو ځله نړیوالو د اوربند د غځولو هڅې کړي؛ خو دې هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د یادونې وړ ده چې د سوډان په جګړو کې تر اوسه ۵۰۰ شاوخوا مړه او تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان دي.
د یادو جګړو له کبله د افغانستان په شمول ډېرو هیوادونو خپل اتباع او ډيپلوماټان له یاد هیواده ویستلي او لا هم ځيني هیوادونه هڅه کوي چې خپل وګړي په ډاډمنه فضا کې له دې هیواده وباسي.