اوچا: د افغانستان د شتمنۍ کنګلتیا، ددې هیواد د بد اقتصادي وضعیت سبب شوی

عزم(جمعه، غوایي اتمه، ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د شتمنیو بندولو او پراختیايي مرستو ځنډولو اقتصادي وضعیت خراب کړی دی.
دې ادارې په خپل تازه راپور کې وړاندې لیکلي، تېر کال یې له افغانستان سره د ۳٫۲ مېلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې وې.
له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي له مرستندویانو غواړي چې خپلې مرستې په راڼه ډول تر اړمنو ورسوي.
له بل لوري، اقتصاد وزارت وايي، سرپرست حکومت په هېواد کې د فقر د لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي، لویې اقتصادي پروژې يې پیل کړي او همداراز به په کرنیزه برخه کې هم پانګونې وکړي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو، په افغانستان کې ۱۹ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.