چارواکي، په اروزګان کي ۳۷ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

داروزګان چارواکو ویلي، چي ددغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي ۳۷ تنه پولیس او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دخاص اروزګان ولسوال عبدالکریم کریمي ویلي، چي له تیرو دوو اونیو راهیسي په دغې ولسوالۍ کي سختي جګړې رواني دي، چي تراوسه له مرکز څخه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دچارواکو په وینا، چي څرګنده نه ده، چي دغو عسکرو لا له وړاندي له طالبانو سره اړیکې نیولې وې او که داوږدې جګړې له امله يې مورال بايللی دی.

داروزګان چارواکو ویلي، چي په خاص اروزګان ولسوالۍ کي دتیرو دوو اونیو په جګړو کي لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کریمي ویلي، چي که دغې ولسوالۍ ته مرستي ونه رسیږي ښايي دطالبانو په لاس سقوط وکړي.

له بله پلوه طالبانو ویلي، چي داروګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کي يې دتیرو ورځو په جګړو کي یوشمېر پوستې نیولي او ګڼ شمېر عسکر یې ټپیان او وژلي دي.

په اروزګان ولایت کي دغه  پولیس او اربکیان په داسي مهال طالبانو ته تسلیميږي، چي په تیرو درې ورځو کي په کندز او غور کي تر ۳۵۰ پوري اربکیان، دملي اردو عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button