طالبانو د کندز د والي اداري مرستیال وژلی او د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال يې نیولی

طالبانو د کندز ولایت د والي اداري مرستیال شريف الله وژلی او د امنيه قومندانۍ اداري مرستیال وحيد الله يې ژوندی نیولی او نا معلوم ځای ته یې لېږدولی دی.
د سپين زر ۸۰۸ زون قومندانۍ لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال ویلي، نن سهار د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال وحید الله د کندز – خان اباد په لویه لار د طالبانو له کمين سره مخ شو، چي د جګړې په ترڅ کي یې یو ساتونکی وژل شوی او نوموړی د طالبانو له لوري ژوندی نیول شوی دی.
د کندز چارواکي وايي، نوموړی له تخار ولایت څخه کندز ته په لاره وه، چي د خواجه پسته په سیمه کي دغه پېښه رامنځ ته شوه.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي وحید الله ددوی له لوري ژوندی نیول شوی، د والي اداري مرسیتال يې وژلی او یو اربکی قومندان عبدالقدوس يې ټپي کړی دی.
د مجاهد په خبره، په پېښه کي د و حید الله موټر ویجاړ شوی او وسله یې دوی ته په لاس ورغلې ده.
عادل خپلواک