اسلامي امارت او نوی مشرتابه

امریکایان په افغانستان کي د اوږدې بې ثباتۍ رامنځته کولو په هڅو بوخت دي او ټول په دې پوهیږي، چي هغوی په افغانستان کي سولي راوستلو ته هیڅ ډول لېوالتیا نه لري، همدا لامل دی، چي دوی په دغه هیواد کي د لسګونو سیاسي ګوندونو ترڅنګ ګڼي وسله والي ډلي رامنځ ته کړي او د کابل ګوډاګی رژيم يې هم د سمت او ژبو په بنياد د دوو مشرانو ترمنځ تقسيم کړی دی، خو امریکایان په دې پوهیږي، چي په خپلو دغو هڅو کي تر هغه مهاله نشي بريالي کېدلی، چي تر څو طالبان هم په ډلو ډپلو سره ونه ویشي، چي په دې ډول هم له طالبانو انتقام واخلي، هم یې واک ته د بیا رسېدلو مخه ونیسي او هم په هیواد کي د اوږدو جګړو او بې ثباتۍ لپاره زمینه سازي وکړي.
په شهید امیرالمومنین منصور رحمه الله د برید په اړه د امریکا ولسمشر اوباما ويتنام ته د سفر په مهال په یوه بیان کي وویل، چي دا برید د سولي راوستلو په لور د هڅو یوه برخه ده او د سولي خبرو ته د طالبانو د راوستلو لپاره بايدترې د فشار په توګه کار واخیستل شي، خو هسي نه ده، ځکه دغه ډول سوله، چي د امریکاله شرائطو سره برابره وي د اسلامي امارت له اعلی څخه نیولي تر ادنی فرد پوري هیڅوک هم نه غواړي اوبل د مشرانو شهادت هیڅکله اسلامي امارت د خپل مسير او خپلواکۍ پرېښودلو ته نشي اړ کولي، ځکه اسلامي امارت د شهیدانو کور دی، زیات شمېر مشران يې شهیدان شوي، خو له خپل موقف څخه يې د یوې زرې په اندازه هم تنزل نه دی کړی او نه هم باید دا توقع ورڅخه وشي، بل دا د اوباما غیر منطقي استدلال دی، ځکه د منصور رحمه الله په شهادت په مجاهدینو کي د ايثار او قربانۍ نوې جذبه پیدا شوې، دغې پيښي که مجاهدین او مسلمانان دردولي اما روحیه يې نه ده ور ضعیه کړې او دابه د سولي په ځای په دښمن د نوې کاري بریدونو لامل شي.
بلکه د شهید امیرالمومنین د شهادت موخه د طالبانو په صف کي د اختلافاتو را پيدا کول او په ډلو ټپلو د اسلامي امارت وېشل دي، چي د امیرالمومنین ملا محمد عمر رحمه الله تر وفات وروسته هم د دښمن دغه هڅي ګړندۍ شوې او ددې لپاره يې په لسګونوميلونه ډالره ولګول، خو په دې هڅه کي به دښمن هیڅکله بریالی نشي، ځکه طالبان یوه فکري ډله ده اودا ددې مخه نیسي، چي دوی دي په ډلو سره وویشل شي، بل د طالبانو د قيام موخه په هیواد کي د ډلو ټپلو له منځه وړل و، چي په دې کي طالبان بریالي هم شول، نوځکه د اسلامي امارت په منځ کي د ډلو تصور نشته، په دې برسېره په ټولو امورو کي د اسلامي امارت اتکاء په شریعت ده او شریعت د ډلو له ايجاد څخه ممانعت کوي.
همداراز د اسلامي امارت جوړښت په داسي شکل شوی، چي کله هم څوک بې واکه شوي، یا له اسلامي امارت څخه ايستل شوي او یا خپله په کور کښېنستلي، نوټول حيثيت او محبوبیت يې له منځه تللی دی، همدا ډول موږ ولیدل، چي یو څوک له اسلامي امارت څخه ایستل شوي اوبیا هغوی د نوې ډلې کوښښ کړی، نو داسلامي امارت له صف څخه دوه کسان هم نه دي ورسره ملګرې شوي، په دې ټولو برسېره شهید امیرالمومنین منصور رحمه الله(خدای دې په جنت کي درجې لوړي کړي) د اسلامي امارت سټه داسي قوي او مضبوطه کړه، چي ددې تحريک ټوټې کېدل يې ناشوني وګرځول اوهيچا ته یې ددې موکه ورنه کړه، چي اسلامي امارت په منځ کي تفرق راولي او یا په راتلونکي کي ددې جرأت وکړي.
د اسلامي امارت عالي شورا و کولای شوای، چي ددښمن د توقعاتو برخلاف په ډیره لنډه موده کي نوی امیر وټاکي او دا نړۍ ته روښانه کړي، چي اسلامي امارت خپل مشران ژر ټاکلی شي او په دې اړوند له هیڅ ستونزي سره نه مخ کیږي، شورا ددغې درندې دندي لپاره شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله وټاکو، چي په هر لحاظ ور ته وړ کس دی، شیخ صاحب دهیوادله سترو او جیدو علماوو څخه دی، چي د قرآن کریم او د نبوي احادیثو شیخ او د حنفي فقهي فقيه دی، ژور سیاسي بصيرت او پوځي تجربه لري، د روس د اشغال په مهال د جهادي ډګر نومیالی سپور پاته شوی، په جهادي مرحله کي لوړو ژورو له خورا پخې تجربې څخه برخمن کړی دی او د اسلامي امارت او را وروسته د روان جهاد په مهال د مهمو دندو تر سره کولو د یوې غوره رهبرۍ تجربه ور نصيب کړې ده.
هغه غم چي د شهید امیرالمومنین منصور رحمه الله په شهادت مسلمانانو او مجاهدینو ته ورسيدو د شيخ هبة الله صاحب په ټاکل کېدلوتر ډېره سپک شو او د شیخ صاحب له ټاکل کېدلو سره سم ټولو کميسيونونو، والیانو، ولسوالانو، پوځي قومندانانو، عامو مجاهدینو او مسلمانانو بې چون وچرا او په ډیر اخلاص بیعتونه وکړل اودا لړۍ په ډیره بريالۍ توګه روانه ده، دې بیعتونو طاغوت او انسي شیطانان له دې څخه نهیلي کړي، چي د اسلامي امارت په صف کي دي اخلافات واچوي.
موسی مهاجر