نن لمر له ۹۰ درجې زاویې سره د کعبې شریفې پر سر تېر شو

عزم (یکشنبه، ۷/۳/۱۴۰۲): نن لمر له ۹۰ درجې زاویې سره د کعبې شریفې پر سر تېر شو، چې ورسره د د همدې مقدس ځای سیوری ختم شو.
د جدې د ستورپوهانو کمېټې ویلي چې: نن د افغانستان پر وخت ۲ بجې او ۵۶ دقیقې لمر د کبعې شریفې پر سر ودرېد، چې په همدې مهال د لمر ډګري ۹۰ درجې وه.
دغه منظره ګڼو ذایرینو ولیده او لمر یې د کعبې شریفې پر سر د عمودي خط په څير ولید.
څرنګه چې لمر مستقیماً د کعبې پر سر ودرېد، نو د نړۍ مسلمانان کولی شي له قطب نما پرته هم د قبلې سم سمت معلوم کړي.
بايد يادونه وشي، چې لمر په کال کې دوه ځلې د کعبې پر سر مستقيماً راځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button