نبيل: دهېواد امنيتي ګواښونه نورهم ډېرېدونکي دي

140613181208_nabil_640x360_bbc_nocredit

کابل ( عزم: يکشنبه ۷ چنګاښ ٩٤ )

د افغانستان دملي امنيت عمومي رئيس رحمت الله نبيل وايي چې په راتلونکو مياشتو کې  امنيتي ګواښونه نور هم  ډېرېدونکي دي.
نبيل  دا خبره تېره ورځ دولسي جرګې استجوابيه غونډې ته وکړه.

نوموړي وويل که څه هم د مخالفينو بريدونه ډېر او اغېزمن دي خو زموږ امنيتي ځواکونه هم چمتو دي چې د وسله والو طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړي.

نوموړي زياته کړه هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ يو په راتلونکو مياشتو کې له دې ډېرې زياتيږي،خو امنيتي ځواکونه هم د تيارسۍ په حالت کې دي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ په هېواد کې؛ د مخ په زياتېدونکو ناامنيو د علتونو د روښانه کولو په خاطر؛ د کورنيوچارو وزير، د افغانستان د ملي امنيت عمومي رييس او د د فاع وزارت د اپراسيون رييس استجواب کړې وو.

په غونډه کې د د فاع وزارت د اپراسيون رييس افضل امان وويل؛ هېواد اوس هم له امنيتي ګواښونو سره مخ دی.

د ښاغلی امان په خبره، په وروستيو څلورو مياشتو کې د هېواد په زياتو سيمو کې؛ وسله والو مخالفانو خپل فعاليتونه ترسره کړي..

نوموړي زياته کړه په وروستیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په کچه، خونړي جنګونه، د طالبانو، او د دوی د ملاتړو له خوا دوام لري..

زموږ امنیتي مالومات ښيي چې د هېواد داسې څنډه نه وه چې مخالفینو په کې جنګونه نه وي کړي.

ده داهم وویل، د مخالفینو د حملو د شنډولو په مقصد؛ د هېواد په اکثرو سیمو کې عملیات پیل شوي دي

.

دا څرګندوې په داسې حال کې کیږي چې د ولسي جرګې اکثرو غړو؛ په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو پرفعالتیونو انتقادونه وکړل.

د جرګې غړو ویل، که امنیتي ځواکونه تدابیر جدي نه کړي؛ ممکن د هېواد یوشمېر نورې ولسوالۍ  به هم د وسله والو مخالفانو لاس ته ورشي.

په همدې حال کې د کورنیوچارو وزیر نورالحق علومي وویل؛ نن سبا هره ورځ په اوسط ډول، لس تنه پولیس او همدومره نور د ملي اردو سرتېري له مخالفینو سره په جنګونو کې وژل کیږي.

او زمونږ  پوځ  د پرمختلفو وسلو او تجهیزاتو د کموالی له امله  له ستونزو سره مخ دي.:

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو په برېدونو کې زياتوالی راغلی چې اوس د پخوا په نسبت د پوستو د نيولو په ځای بشپړې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي چې وروستيو ولسواليو نيول يې د کندز د چهاردرې او د نورستان د وانت وايګل ولسوالۍ وې.
د نظامي چارو کارپوهان وايي چې که طالبان همداسې خپل مقاومت ته دوام ورکړي نو په نږدې راتلونکې کې  دځينو ولايتونو مرکزونو ته هم ځانونه رسولای شي.

 

عبداللطيف نظیف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button