په بغداد کې بمي حملو لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل
بغداد( عزم: يکشنبه ۷ چنګاښ ٩٤ )
د عراق په پلازمينه بغداد کې تېره ورځ ددرې بېلابېلو بمي چاودونو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل.لومړی بريد د بغداد په جنوب ختيځ کې د موټر د پرزو پلورنځيو ته نږدې وشوه چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.
بله چاودونه د بغداد په ختيځ کې يوه مارکېټ کې وشوه چې درې تنه يې ووژل او ۸ نور يې ټپيان کړل. بل خوا د بغداد په جنوب کې د مېوو او ترکاريو په يوه مارکېټ کې درېيمې چاودنې دوه کسان ووژل او درې نور ژوبل کړل.
په همدې حال کې د عراق صدراعظم حيدر العبادي پرون اعلان کړه چې امنيتي ځواکونو د بعث ګوند يو مهم غړى عبدالباقي السعدون نيولى دى
نوموړی د پخواني ولسمشر صدام حسين په واکمنۍ کې د عراق په جنوب کې د بعث ګوند د جلب او جذب مسوول و.
سعدون په ١٩٩١م کال کې د شيعه ګانو په ځپلو کې د لاس درلودلو له کبله تر تعقيب لاندې و.
عبداللطيف نظيف