افغانستان د ټولې نړۍ ۸۵ سلنه تریاک او ۷۷ سلنه هیروین تولیدوي

( عزم: يکشنبه ۷ چنګاښ ٩٤ )
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بې ساري کرل شویو کوکنارو حاصل به په هیروینو واوړي او په هغو هیوادونو کې به، چې دا مواد ورته په قاچاق وړل کېږي، د انسانانو مړینې زیاتې کړي. د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د کلني راپور پر اساس تېر کال په افغانستان کې دومره کوکنار کرل شوي و چې له ۱۹۹۸ را په دې خوا هیڅکله نه و کرل شوي. د دې ادارې په وینا افغانستان د ټولې نړۍ په سلو کې ۸۵ تریاک او په سلو کې ۷۷ هیروین تولیدوي دغې لوړې کچې ته په کتو سره افغانستان دا کال بيا په نړۍ کې د هېروينو د توليدوونکو هېوادونو په لومړي سر کې راغلی دی.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کښت بنديز لګيدلی و او د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې يې په کښت او پلور بنديز و خو په هېواد کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د هېواد په ټولو ولايتونو کې په پراخه کچه کوکنار کرل کيږي چې اوس ددې لامل شوی چې په افغانستان کې ددننه يې هم ځوانانو په پوډرو څښولو روږدي کړي دي.
عبداللطيف نظيف