کندهار، غلچکی برید کي دوه پولیس وژل شوي

کندهار ښار کي ناڅرګندو وسله والو دغلچکي برید په ترڅ کي دوه پولیس وژلي دي.
دکندهار امنيتي چارواکو ویلي، چي نن سهار شاوخوا ۹ بجې وسله والو دکندهار ددوهمي امنیتي حوزې اړند داخوندصاحب په سیمه کي په پولیسو برید وکړ او دوه پولیس یې ووژل.
دکندهار دوالي ویاند صمیم خپلواک ویلي، چي وسله والو دوه پولیس په داسي مهال وژلي، چي په پیره ولاړ وو.
له بله پلوه دکندهار په میوندولسوالۍ کي سختي جګړې ترسره شوي دي.
راپورونه وايي، چي تیره ورځ دمیوند ولسوالۍ دبلاغ کاريز په سیمه کي دجګړو په ترڅ کي دعسکرو څلور پوځي ګاډي ويجاړ شوي او ګڼ شمېر عسکر وژل شوي دي.
دبلاغ کاريز په سیمه کي تیره ورځ ماسپښين مهال وسله والو طالبانو دعسکرو په یوه پلې ګزمه بریدکړی، چي په پایله کي يې ۶ عسکر وژل شوي او طالبانو یې وسلې له ځانونوسره وړي دي.
عادل خپلواک