هلمند، نفوذي پولیس خپل درې ملګري وژلي

دهلمند دلښکرګاه په کنجک سیمه کي نفوذي پولیس خپل درې ملګري وژلي دي.
راپورونه وايي، چي تیره ورځ نفوذي پولیس دخپلو دریو ملګرو تر وژلو وروسته له سیمي وتلی او له طالبانو سره یوځای شوی دی.
طالبانو منلې، چي برید ددوی دیوه نفوذی مجاهد له لوري ترسره شوی دی.
طالبانو ویلي، چي نفوذی پولیس دخپلو ملګرو تر وژلو وروسته دپوستې وسله او مهمات له ځان ور وړي دي.
دغه بریدپه داسي مهال شوی، چي څو ورځي وړاندي په فراه ولایت کي ددوو ورته بریدونو په ترڅ کي دیوه قومندان په ګډون شپږ پولیس ووژل شول.
په دې وروستیو کي طالبانو دخپلو نفوذي ملګرو په مټ دعسکرو، پولیسو او اربکیانو په منځ کي خپل بریدونه زیات کړي دي، چي دحکومت دسختي اندېښنې لامل ګرځيدلي دي.
عادل خپلواک