ډرون طیارو ته د سیمکارت نمبر مهم دی که د موبایل؟

مشهوره دا ده چې د سیمكارت نمبر او موبایل نمبر دواړه یو دي خو داسې نده.د موبایل نمبر جلا دی او د سیمکارت نمبر جلا.

د موبایل نمبر پنځه لس عدده وي خو د سیمکارت نمبر لس عدده.

د سیمكارت نمبر هغه وخت فعالیت کولای شي چې موبایل روښان (چالان) وي خو د موبایل نمبر بیا هر وخت کار کوي (صرف هغه وخت یې نکوي چې د موبایل بېټرۍ وباسو)

د سیمکارت نمبر د شبکو تر نظارت لاندې وي خو د موبایل نمبر بیا مستقیما ډرون څاري.

د سیمکارت له لارې صرف د متکلم او شخص د آواز او غږ ثقلت،زیر،بم او حجم معلومېدای شي خو د موبایل له لارې بیا د فرد موقیعت،د غږ ثثبیت او پرتله هم معلومېدای او ترسره کېدای شي.چې دېته وال فون وایي.

وال فون دا معنا چې احمد په موبایل کې خبرې کوي د ده فاصله څومره ده،ارتباط یې له چا سره دی؟

ولې هره ورځ ډېر زنګونو ورته راځي؟

آیا غږ یې پخوا هم له موږ سره ثبت و؟

آیا په یاده شوې ساحه کې زموږ جاسوس شته دی چې د ټارګېټ غمې په یاده ساحه کې ځای پر ځای کړي؟

آیا کولای شو د احمد له لارې دده نور ملګري هم پیدا کړو؟

تر څو چې هدف ترلاسه نکړو هغه به ټارګېټ نه ګرځوو.

څنګه خپل د موبایل نمبر معلوم کړم؟

ولیکه #06#* یا په چینایي موبایلو کې #08#* دایل کړه.

بیا به تاته نمبر ښکاره شي چې ۱۵ عدده دی دا ستا نمبر دی.

اوس څه وکړم؟؟

اوس دا لاندې مشورې واوره!

کوښښ وکړه په شپه کې هره شپه او په ورځ کې د خطر په وخت خپل موبایل مړ کړه بطرۍ یې هم وباسه!

که کولای شې د یو سیمکارټ پر ځای دوه یا درې سیمکارتونو استعمال کړه تر څو د تماسونو د تعدد او کثرت له وجې څوک درباندې شک ونه کړي.

چې کله مهمه خبره وي او ستا اساسي هدف هم وي لومړی په مسج کې مخاطب ته احوال ورکړه پاتې خبرې بیا په موبایل کې ورسره وکړه

ددې لپاره چې ستا غږ تثبیت نشي نو د خبرو پر وخت خپلې خولې ته دسمال ونیسه تر څو ستا د غږ پېژندل ګران شي.

د واضحو خبرو پر ځای کنایې استعمال کړه تر څو د اړیکو کنټرولر ستاسو په خبرو پوه نشي.

یوې شمېرې ته پرله پسې زنګ مه وهه که یې څو کسانو ته هم وهې نو ځنډ ورکوه.

پام به ډېر کوې چې د شپې له خوا چا ته پرته له ضرورت د ضرور کار لپاره زنګ ونه وهې.څومره کار چې لرې په ورځ کې یې ترسره کړه.

اوس یو ډول مخصوص ماشین دی چې د جاسوسانو په کورونو کې وي هم درنه خطا نشي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button