د روژې یوولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ (یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان ، خصوصأ مسلمان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده او الله تعالی عفو ، بخښنه او مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو ومو وبخښي . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه وی . نو غوره دا ده چی استغفار په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی ، او دا هم یوولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په تمه ، والسلام  ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 

پوښتنی :

۱ ـ د قرآن مجید د نزول شروع په کوم کال کی وسوه ؟

۲ ـ د رسول الله (ص) د کوم اکا نوم په قرآن مجید کی ذکر سوی دی او چیری ؟

۳ ـ د وحی تر نازلېدو مخکی رسول الله (ص) څو کاله رښتیاني خوبونه لیدل ؟

۴ ـ کوم سورت ته ام القرآن هم وایی ؟

۵ ـ کوم سورت یې سبع مثاني هم بللی دی ؟

۶ ـ که د یو روژه لرونکي پخپله خوا وګرځی ( یعنی بې اختیاره قی ووهی ) ، نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛

ب : نه ماتیږی ؛

ج : صرف مکروه کیږی ؛

د : ماتیږی او قضایی باید ونیسی .

۷ ـ د رمضان د میاشتی روژې پر هر بالغ عاقل مسلمان باندی فرض دي . نو د کوم شرعی عذر څخه پرته د هغه نه نیول څنګه دی ؟

الف : مکروه عمل دی ؛

ب : حرام دی ؛

ج : کفر دی ؛

د : منافقت دی .

۸ ـ جهنم ، لظی ، حطمه ، سعیر ، سقر ، جحیم ، هاویه د کومو شیانو نومونه دي ؟

الف : د دوږخ د وادیو ؛

ب : د دوږخ د چینو ؛

ج : د دوږخ د دروازو ؛

د : د دوږخ د طبقو .

۹ ـ د لومړي ځل له پاره د کافر وینی چا توی کړې ؟

الف : سعد بن ابی وقاص (رض) ؛

ب : عمر بن خطاب (رض) ؛

ج : حمزه بن عبدالمطلب (رض) ؛

د : حضرت علی بن ابی طالب (رض) .

۱۰ ـ چا بلال (رض) او عامر بن فهیره (رض) رانیول او آزاد یې کړل ؟

الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛

ب : پخپله رسول الله (ص) ؛

ج : حضرت عمر (رض) ؛

د : حضرت علی (رض) .

او دا هم د نن زرین اصل : ژبه هیڅ هډوکیً نلری خو دومره قوت لری چی که د چا زړه زخمی کړی نو هغه بیا نه جوړیږی !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button