مسجد حرام کې د زيارت کوونکو له پاره ۱ميليون قراني نسخې کېښودل شوې

 b7a7c9ae9ffa9b140516c229f4569471_w400_h0

مکه مکرمه( عزم: يکشنبه ۷ چنګاښ ٩٤ )

د مسجد الحرام د خدماتو د کميسيون وياند احمد بن محمد المنصوري ويلي چې د مسجد حرام دخدماتو کميسيون په روژه کې د لکونو مسلمانانو زيارت کوونکو پرمخ دبيت الله شريف ټولې ۱۶۰ دروازې په يوه وخت کې بې له کوم خنډ څخه د خلاصې کړي دي. د مسجد حرام پورته منزلونو ته د ختلو له پاره په لسګونو برېښنايي زينې او د ضعيفو زيارت کوونکو له پاره ۱۰ زره پايي ويل چئير(دمعذورو بايسکلونه) هم ددوی د خدمت  له پاره په کار اچول شوي دي.
همدغه راز يې دتلاوت له پاره د قرانکريم ۱۰ لکه نسخې د بيت الله شريف په بېلو بېلو الماريو کې ځای په ځای کړي دی چې زيارت کوونکي کولای شي هر وخت او  په هرځای کې چې وغواړي قرانکريم ترلاسه کړي او تلاوت وکړي.له دې سربېره  د انګليسي او  اردو ژبو په ګډون  په ۷ نورو ژبو د ايف ايم راديو ګانو له لارې د قرانکريم  ترجمه او تفسير هم خپريږي.
همدغه راز نوموړي وويل ۱۷ زره بابه قالينې له جراثيمو څخه دپاکولو په موخه په ځانګړو درملو وينځل شوي او هوارې شوي دي همدغه راز د بيت الله شريف په حوېلۍ کې د سختې ګرمۍ د اغېز د له منځه وړلو له پاره ۲۵۰ د يخې هوا توليدونکي پکې او ائير کنډيشنونه هم نصب شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په رمضان المبارک د عباداتو د فضليت له امله په روژه کې ګڼ شمېر مسلمانان د عمرې د سعادت  د ترلاسه کولو له پاره حرمينو شريفينو ته سفر کوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button