تازه خبر:په میوند کې د ملی اردو یوه چورلکه غورځیدلې

images

کندهار(عزم: يکشنبه ٧ چنګاښ)

راپورنه وايي چې نن  له غرمې مخکې د کندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په ګرماوک سيمه کې دافغانستان د ملي اردو يوه نظامي چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې ده او د لالک او زرک دشتې په سيمه کې راوغورځېدلې ده،  چورلکې له  راغورځېدو وروسته اور اخيستی او په کې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.
د پېښې ځای ته د وژل شوي عسکرو د لېږد له پاره نورې چورلکې او مرستندوی عسکر رسيدلي.
وسله والو طالبانو د پېښې مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې  ياده چورلکه  ددوی ملګرو د درنو وسلو په مټ رانسکوره کړې ده.
تر اوسه ددغې پېښې په اړه د افغانستان د دفاع وزارت او يا نورو چارواکو څه نه دي ويلي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button