د اور وژنې د موټر زړور موټر چلوونکی
یوه ورځ یوې لوړې ودانۍ اور اخیستی وو،هیڅوک نژدې نشوای ورتللی، آن چې د اور وژنې موټر هم ښه کافی لري ولاړ وو،چې اور یې نشوای کابو کولای، په دې وخت کې د اور وژنې د ادارې بل موټر دومره په تیزۍ سره راغی چې د اور منځ ته ورګډ شو چې له امله یې اور هم مړ شو.
د یوه محلي چارواکي لخوا د موټر دچلوونکي لپاره دنوموړي د زړورتیا په وجه د ډیرو روپو انعام ورکړل شو.
له موټروان نه پوښتنه وشوه چې تاسو ته خو ډیرې روپۍ په انعام کې درکړل شوې تاسو په دې لوړ رقم باندي څه کول غواړئ؟
موټر چلوونکي په زغرده ځواب ورکړ، ترهرڅه لمخه به د خپل موټر بریک په جوړوم.