حضرت علي:حکومت او ولس دې د داعش مخه ونیسي
جلال اباد( عزم: يکشنبه ۷ چنګاښ ٩٤ )
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د اسلامي حزب(خالص بابا) د ګوند پخوانی قومندان حاجي حضرت علي په حکومت او ولسي خلکو غږ کړی چې په ننګرهار ولايت کې دې د داعش د نفوذ مخه ونيسي.
حاجي حضرت علي دا څرګندونې د ننګرهار ولايت په دره نور او کوزکونړ ولسواليو کې له قومي او جهادي مشرانو سره په هغه غونډه کې وکړې چې په امنيت کې د خلکو د ونډې اخيستلو په موخه جوړه شوې وه.
حضرت علي وويل :(( دا غونډه مو د دې لپاره رابللې چې خپل امنيت وساتو څو عزت مو خوندي وي،حکومت او ولس بايد د داعش پر وړاندې يو شي او د هغوی مخه ونيسي.))
دغه پخواني جهادي مشر او د ولسي جرګې غړي يادونه وکړه چې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د داعش په نامه وسله وال راپيدا شوي چې د ده په خبره پر ځايي خلکو ظلمونه کوي.
نوموړي ياده ډله د اسلام پر ضد وبلله او يادونه يې وکړه، حکومت او ولسونه پوهېږي چې داعش وسله وال په چا پورې تړلي دي،دا خو يو دم له ځمکې نه دي راپيدا شوي ، ډېر هېوادونه په دې کې دخيل دي.
هغه په دې تړاو د کوم هېواد نوم ياد نه کړ خو دا يې هم وويل چې د داعش پر وړاندې د حکومت چپه خوله د ده په وينا ، خلک شکمن کړي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په هېواد او په ځانګړي توګه د داعش په نامه وسله وال چې ګومان کيږي ملاتړ يې د دولت په داخل کې د ځينو کړيو له لوري کيږي رامنځته شوي چې دننګرهار ولايت امنيت يې له ګواښ سره مخ کړی.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو رهبري شورا د داعش مشر ابوبکر بغدادي ته په يوه تفصيلي ليک کې ويلي و چې دوی دې په افغانستان کې له خپل سرۍ لاس واخلي او که غواړي د بهرنيو ځواکونو په خلاف جګړې ته دوام ورکړي ددوی له ليکو سره دې يو ځای شي او ددوی تر قوماندې لاندې دې کار وکړي.
طالبانو په دې ليک دا هم ويلي و چې له دې مخکې د القاعده شبکې غړي هم په افغانستان کې د روسانو او امريکايانو په خلاف د طالبانو تر امر او بيرغ لاندې جنګيدلي دي.
د هېواد په داخل کې د داعش په اړه لاهم مختلفې ګنګوسې شته او ډیری خلک فکر کوي چې ياده ډله د افغانستان د ملي امنيت او ياهم د روسيې په ملاتړ په سيمه کې راپورته کړل شوې.
خو په افغانستان کې ولسي خلک د داعش د ډلې له شتون څخه انديښمن دي.
عبداللطيف نظيف