يمن: په امریکايې بمبار کې ګڼ شمير ولسي وګړي ټپيان او وژل شوي

يوې امريکايې بې پيلوټه الوتکې د يمن په جنوب کې د أبين په ولايت کې هوايې بريد ترسره کړی چې پکې ګڼ شمير کسان ټپيان او وژل شوي.
امريکايې الوتکو دالقاعده ديوه پلوي “مصطفى آل شعب” کور په نښه کړی چې له امله يې ددرې ماشومانو او دوو ميرمنو په شمول دنوموړي دکورنی ۷ کسان وژل شوي، په خپله مصطفی دبريد پر مهال په کور کې شتون نه درلود.
ديادونې وړ ده چې امريکا په افغانستان، يمن، صومال ، سوريه او ځينې نورو اسلامي هيوادونو کې وخت په وخت ډرون بمبارونو کوي چې له امله يې ددغو هيوادونو امن له ګواښ سره مخ کړی او تر اوسه په کې دښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمير بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button