د بدخشان دوالي مرستيال:د عسکرو تسليمۍ ددوی په روحياتو اغېز کړی

BEE560D0-C6EA-4133-B9CB-39DD41D3F831_w268_r1

فيض اباد (عزم :سه شنبه ۶مه زمری ، ۹۴ل ) د بدخشان ولايت مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي چې په بدخشان ولايت کې د امنيتې سرتېرو تسليمي د نورو عسکرو په روحياتو اغېز کړی.
نوموړي ويلي چې د بدخشان د وردوج پوځي مرکز چې د ولسوالۍ په شل کیلومتري واټن کې پروت دی،په دومره اندازه خوراکي توکي،مهمات او وسلې،او تر ۲۰۰ پورې عسکر وو چې کولای يې شول تر درې مياشتو پورې له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړي؛ خو بيا هم دوی ونشوای کولای چې د وسله والو طالبانو د حملو ځواب ووايي نو د وردوج د عسکرو قومندان جلال په ګډون چې د جمعيت اسلامي تنظيم پخوانی قومندان و له طالبانو سره يوځای شول چې له امله يې د نورو عسکرو روحيات وځپل او وروسته تردې د داسې نورو پېښو د رامنځته کېدو اندېښنې هم شته.

نوموړي وويل چې لومړی قوماندان جلال له خپلو شپږو ملګرو سره تسلیم شو او دې کار د نورو عسکرو پر روحیې منفي اغېز وکړ او نور عسکر هم تسليم شول،د نوموړي په وينا د طالبانو لوري ته په ورتګ قومندان جلال ته طالبانو په غاړه کې ګلونه واچول.

د راپورونو له مخې د پوستې د تسلیمولو یو شرط دا و چې پولیس به نه وژل کېږي او د ښاغلي بېدار په وینا همداسې هم وشول.

طالبان چې له تېرو ۱۴ کالونو راپه دېخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او دهغوی د افغان ملاتړو پرخلاف جنګ کوي وخت په وخت يې د افغانستان امنيتي سرتېرو او د نورو ادارو کارکوونکو ته خبر داری ورکړی چې د بهرنيانو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي.
تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افغانستان امنيتي سرتېري د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي چې وروسته بيا طالبانو په دې شرط پريښي چې د دولت له همکارۍ به لاس اخلي او خپل عادی ژوند ته به راګرځي.
په دې وروستيو کې د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې د افغانستان په امنيتې سرتېرو او نورو چارواکو برېدونو زور اخيستی چې له امله يې په ځينو سيمو کې عسکر يا مخکې له مخکې دطالبانو ليکو ته ځي او ياهم په جنګونو کې تسليمږي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!