اووه دولتي عسکر تسليم شوي او د قلعه شهر سيمه طالبانو نېولې
سرپل (عزم :سه شنبه ۶مه زمری ، ۹۴ل ) د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ د قلعه شهر سيمه وروسته له هغې د وسله والو طالبانو لاسو ته ولوېده چې ددغې سيمې د سيمه ايزو پوليسو يو قومندان د خپلو ملګرو په ګډون وسله والو طالبانو ته تسليم شو.
د سرپل د ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني رسنيو ته ويلي چې په دغه سيمه کې تېره ورځ د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان حسن ارباب له خپلو ملګرو سره يوځای وسله والو طالبانو ته تسليم شو چې له امله يې دغه سيمه هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.
د ولايتي شورا غړي اسدالله خُرم هم وويل چې ياده سيمه تېره ورځ له غرمې وروسته مازديګر شاوخوا شپږ بجې د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د سرپل امنيه قوماندان پاسوال محمداصف جبارخېل د پېښې په اړه ډېر مالومات ورنکړل خو د حسن ارباب تسلېمدل يې ومنل او زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه له سيمې څخه پر شا شوي او نږدې غونډیو ته ختلي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند امان الدين امان وايي چې د کوهستانات ولسوالۍ له ٨٤ کليو څخه يواځې څلور د دولتي ځواکونو په واک کې دي او نور ټول وسله والو مخالفينو نيولي.
نوموړي وويل چې د خمي ده او پاد ده يک کلي هم پرون سهار د وسله والو طالبانو په ولکه کې شول او حسن ارباب له خپلو اوو کسانو، وسلو او تجهيزاتو سره له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.
خو وسله والو طالبانو ويلي چې حسن ارباب له خپلو څه باندې سلو ملګرو سره طالبانو ته اوښتى دى.
عبداللطيف نظيف