دسينا ولايت دتدريب او عملياتو مسؤول هشام العشماوي له داعش بيلتون اعلان او د “جماعة المرابطين” په نوم نوی ګوند تاسيس کړ.

 

هشام العشماوي چې دمصر په پوځ کې د ضابط په صفت دنده ترسره کړې وه، نوموړی وروسته له پوځ څخه وتښتيد او له جهادي حرکتونو سره يوځای شو، نوموړی دسترو جهادي فعاليتونو دتنظيم په تور دمصر محکمې ته د مطلوبو اشخاصو دلیست په سر کې وو.

داچې عشماوي په نظامي عملياتو او دجګړې په امورو کې پخه تجربه لرله، له همدې امله دانصار بيت المقدس تنظیم له لوري نوموړی د تدريب او نظامي عملياتو عمومي مسؤول ټاکل شوی وو، کله چې دداعش مشر ابو بکر بغدادي له لوري دخلافت اعلان وشو دڅه مودې له تيريدو وروسته انصار بيت المقدس ورسره بيعت اعلان کړ.

دکتونکو په باور د سينا په ټاپو کې پروت دغه ګوند له داعش سره له بيعت وړاندې خپل زياتره پام داسرائيلو ضد جګړې ته اړولی وو خو له داعش سره له بيعت وروسته دغې ډلې خپل ټول پام کورنی جګړې ته واړاوه، له همدې امله هشام العشماوي او ځينې نورو مشرانو له داعش سره ددغه ګوند له بيعت سره مخالفت درلود.

بلاخره عشماوي او ملګرو يې دسينا له ولايت څخه خپله ليار جدا کړه دجماعة المرابطين په نوم نوی ګوند يې تاسيس او دالقاعدې له مشر ايمن الظواهري سره يې په خپل بيعت وفاء ثابته کړه، هغه تازه ويډيويې کليپ چې داختر په وروځو کې دغه ګوند وړاندې کړی دالقاعدې دمشر دکتور ايمن الظواهري په وينا پيليږي چې پکې يې دنړۍ مسلمانان په يو وخت وسله والې او مطبوعاتې مبارزې ته رابللي.

له داعش څخه دبيلتون وروسته نوموړی دارتداد په تور دداعش دپلويانو له لوري په قتل تهديد شو چې له امله يې نوموړی دسيناء پريښودلو ته اړ شو.

ويل کيږي چې له داعش څخه دليارې له بيلولو وروسته القاعدې ددغه ګوند لپاره په ليبيا کې روزنځايونو پرانيستي، ترڅو ددغه ګوند لپاره پريمانه جنګيالي وروزي.

ديادونې وړ ده چې ددغې شپږ دقه يې فلم پای دبيت المقدس صحنه ښودل کيږي چې ترڅنګ يې داسرائيلو بيرغ رپيږي چې دکتونکو په باور ددغه ګوند له لوري په اصل هدف باندې دجګړې دتمرکز معنا ورکوي.

 

دهشام العشماوي وينا له لاندې لينک څخه اوريدلی شئ.

https://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=yEdoQNFxFYI

 

خالد عزيز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button