د طالبانو سیاسي دفتر د خپل مشر د استعفا آوازه رد کړه

Captureقطر (عزم : سه شنبه، اسد۶مه ۹۴ل)

د طالبانو سیاسي دفتر پرخپله نوي ټویټرپاڼه د رسنیو هغه ګنګوسې رد کړې چې ، چې ګواکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، محمد طیب اغا استعفا ورکړې ده.

ځینو رسنیو دا آوازې په داسې مهال خپري کړي، چې د طالبانو سیاسي دفتر د پاکستان په نوښت له افغان حکومت سره د خبرو اترو مخالفت کړی.

د طالبانو سیاسي دفتر لیکي: «د سیاسي دفتر د مشر د استعفا کومې آوازې چې خپرې شوې دي؛ حقیقت نه لري». د طالبانو سیاسي دفتر زیاتوي: «سید محمد طیب آغا اوس هم د سیاسي دفتر مشري پر غاړه لر. »

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button